سیمه ییز پولیس اغیزمن تمامیدلی شي

Pashto

Pashto | پښتو

سیمه ییز پولیس اغیزمن تمامیدلی شي

خوستوال وایی، که په خوست کې اربکي ځوانوکونه رامنځته شي نو دامنیت په ټینګښت کې ګتورتمامیدای شي.

په هغه مناظره کې چې دزمري میاشتی په نهمه نیټه دای ډبلیو پې ار خوا په خوست کې جوړه شوې وه ګډونوال په دې باور و چې اربکیان د امنیت دټینګښت لپاره ګټورځواک دی خو دسیمه ییزو پولیسو او اربکیانو ترمنځ ډیر توپیرونه موجود دي له همدې امله سیمه اییزو پولیسو ته باید اربکیان ونه ویل شي .
په مناظره کې د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد یونس ځدراڼ، ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان قدرت الله، د همدې ولسوالۍ د پوهنې مدیر او قومي مشر رسول زارګل، د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني اویوشمیر عامو خلکو برخه درلوده .
قومي مشر او د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د پوهنې مدیر رسول زارګل وویل، د پخوا وخت اربکی له اوس سره چې په دې وروستیو کلونو کې د سیمه ییزو پولیسو په نوم فعالیت کوي، لوی توپیرونه لري. د هغه وخت اربکی به دقوم له خوا جوړیده ، مشر به یې د قومي شورا له لوري ټاکل کیده، معاش یې نه درلود، د قومي لانجو په هواري کې یې په قاطع ډول د مشرانو پرېکړې عملي کولې او د ناوړه دودونو په مخنیوي کې یې رغنده رول ترسره کاوه .
نوموړی وویل “کله به چې په کوم کلي کې لانجه وه نو دا اربکي به ورتلل او کومه فیصله به چې مشرانو کوله هغه به یی عملي کوله خو افسوس چې نن د اربکي له نوم څخه ډیره بده استفاده وشوه په ځينو ولایتونو کې داسې خلک د اربکي په نوم منځ ته راغلي چې غلا ، چور ، وژنه کوي او خلک ځوروي.”
د خوست د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ ولسوال محمد یونس ځدراڼ وویل، له دې امله چې په دې ولایت کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لپاره ځانګړی افغان ځواک موجود دی نو مرکزي ادارې په دې ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو جوړول لازم نه دي بللي. خو که چېرې اوس په دې سیمه کې سیمه ییز پولیس فعالیت پیل کړي، د سولې په ټينګښت، جنايي جرمونو په کموالي او نورو ناخوالو په له منځه وړلو کې مهم ثابېتیدلی شي.
ده زیاته کړه” په خوست کې داسې وختونه تیر شو ي چې هیڅ نظام به نه وو خو اربکیو له خاورې ساتنه کړي، څوک یې خپلسریو ته نه دي پرایښي او که چېرته اوس هم په خوست کې اربکي جوړ شي نو متقین یم چې ښه اغیز به ولري ځکه قومونه موجود دي، عنعنات موجود دي او قومونه دغو ټکو ته درناوی لري.”
د مناظرې یوه تن ګډونوال محمد خلیل د اربکیو درول د ارزښت په اړه معلومات وغوښتل.
د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل” که څه هم د اربکیو پخوانی حالت نه دی پاتې شوی، په معنوي لحاظ زیانمن شوي، قومي جوړښتونه کمزوري شوي خو که چېرې قومونه له دولت سره همکاري وکړي او د پخوا په څېر اربکي را ژوندي کړي د یو ښه سوله ییز ژوند هیله موجوده ده.”
د یادونې وړ ده، له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سیمه ییزو امنیتي ستونزو د هواري په موخه سیمه ییز پولیس ایجاد شول خو ورسره دا شکایتونه وشول چې په یو شمېر ولایتونو کې پخوانیو جنګي قوماندانانو دغه ځواک ترلاسه کړی او ترې د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کوي، چې له امله یې ځايي خلک تنګ شوي دي.

رحیم ګل نایل آی ډبلیو پی آر خوست

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Rahim Nayel

Rahim Gul Nayel is a student at Khost University and an IWPR trainee.