دسولې په ټینګښت کې دسیمه ایزوپولیسو ونډه اړینه ده

Pashto

Pashto | پښتو

دسولې په ټینګښت کې دسیمه ایزوپولیسو ونډه اړینه ده

په لوګر ولایت کې چارواکي اوخلک د امنیت په ټینګښت کې دسیمه ییزو پولیسو دونډې له اخستنې خوشاله دي .
دسولې اوامنیت په ټینګښت کې دسیمه ایزو پولیسو ونډه هغه موضوع وه ،چې دزمري میاشتې په اتلسمه دلوګرپه محمدآغې ولسوالۍ کې د آی ډبلیو پي آر له لوري په یوه جوړه شوې مناظره کې پرې بحث وشو.
په یاد مناظره کې دمحمد اغې ولسوالۍ ولسوال سیدنعیم سلطان، امنیه قومندان څارمن مطیع الله صادق عبدالرحیمزي، دلوګرد ولایتي شورا وکیل محب الله صالح، قومي مشر عبدالجمیل عبدالرحیم زي او دنوموړې ولسوالۍ شاوخوا سلو تنو دیني عالمانو، سپین ږیرو، ځوانانو او یوشمیر روڼ اندوکسانو برخه لرله.
دمحمداغې ولسوال سیدنعیم سلطان وویل ،په عموم کې سیمه ایز پولیس دهیواد په ګڼو ولایتونو کې دخلکو دامنیت په ټینګښت کې اغیزمن تمام شوي خو په یوشمیر ولایتونوکې یې خلکوته ګڼې ستونزې هم را ولاړې کړي دي لکه څرنګه چې اوریدل کیږي .لکه دهیواد په ځینو شمالي ولایتونو کې سیمه ایزپولیس په جنسي تیریو، غلاوو،هدفي وژنو، دځمکوپه غصب اویوشمیر نورو پیښوکې لاس لري چې خلک ورڅخه شکایت لري .
سلطان زیاته کړه “که سیمه ایزو پولیسو ته زیات امکانات په واک کې ورکړل شي نو لرې به نه وي چې دنوروامنیتي ځواکونو په پرتله دخپلوسیمودامنیت په ټینګښت اوپه هیواد کې دسراسري سولې په را وستوکې اغیزناکه تمام شي.”
دلوګردولایتي شورا وکیل محب الله صالح دسولې او امنیت په را وستوکې دسیمه ایزو پولیسو ترڅنګ دخلکو ونډه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې، خلک کولای شي ترډیره حده په خپلو کلیو اوبانډو کې تر امنیتي ځواکونو ښه امنیت ټینګ کړي او سولې اوپخلاینې ته لار هواره کړي.
خوصالح په لوګرکې دملي پولیسو دتشکیل په ډیر والي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دلوګرامنیت ته په کتو اوسنی تشکیل بسنه نه کوي.
هغه وویل “لوګر یو معدن لونکی ولایت دی ډیر پټ لاسونه هڅه کوي ترڅو دغه ولایت نا امنه کړي ترڅو په غیر قانوني توګه کانونه وباسي او قاچاق یې کړي .”
دمحمدآغې امنیه قومندان مطیع الله صادق په خپلوخبروکې، سیمه ایز پولیس دامنیت په ټینګښت کې اړین وبلل او ویی ویل،چې دمحمدآغې په ولسوالۍ کې دسیمه ایزوپولیسو ګومارنه دلوګرد نورو ولسوالیو په پرتله سل سلنه اغیزمنه تمام شوې چې خلک ورځینې خوښ دي.
نوموړي وویل” که چیرې دملي اوسیمه ایزو پولیسو ترمینځ اعاشوي او دتجهیز په برخه کې توپیرونه له مینځه ولاړ شي، نو یاد پولیس به تر ډیره حده دخلکو دامنیت په ټینګښت کې اغیزمن تمام شي.”
قومي مشرعبدالجمیل په هیواد کې دسولې او امنیت په را وستوکې دخلکومرسته اړینه وبلله او وویل، “ترهغه چې خلک مرسته ونکړي نه کورني اونه هم بهرني ځواکونه نشي کولای دخلکو امنیت په سمه توګه ټینګ کړي.”
دمناظرې ګډونوالو حمیدالله اومحمد عیسی دعامه پوهاوي ترڅنګ دخلکو اوحکومت ترمینځ دهمغږي نشتون هغه لامل په ګوته کړل چې دهیواد او په ځانګړې توګه دلوګرپه ډیری سیموکې امنیت په نشت شمار ده.
خلک،وایي که داډول مناظرې اودخلکو دعامه پوهاوي په اړه پروګرامونه جوړشي، ترډیره به وکولای شي په هیواد کې اوسنیو ستونزوته دپای ټکی کیږدي.
سیمه ایز پولیس لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندیږي، دخلکوپه خوښه په نا امنو سیموکې دکورنیو چارووزارت په چوکاټ اودملي پولیسو ترکلکې څارنې لاندې په دندو ګومارل کیږي ترڅو دسیموامنیت خوندي کړي، چې دمحمدآغې په ولسوالۍ کې ۹۵ سلنه خلک ورڅخه خوښ دي اوپه همدې کچه دسیموپه امنیت کې اغیزناکه تمام شوي، چې همدا ددې څرګندونه کوي ترڅو دسولې او امنیت په ټینګښت کې هم فعاله ونډه لري.
دویلوده چې تردې وړاندې هم دآی ډبلیو پي آر له لوري په لوګرکې دې ته ورته دسولې او امنیت په ټینګښت کې دخلکو دونډې اوپه ځانګړې توګه دښځوپه برخه پروګرامونه جوړشوي دي چې خلکو ورځینې خوښي څرګنده کړې ده.
نور احمد تسل آی ډبلیو پي آر لوګر

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Noor Ahmad Stanakzai

.نوراحمد ستانکزی دلوګر پوهنتون محصل دآی دپلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال