سیمه ایزوپولیسو په سوله او امنیت کې ښه رول لوبولی دی

Pashto

Pashto | پښتو

سیمه ایزوپولیسو په سوله او امنیت کې ښه رول لوبولی دی

پکتیکاوال وايې ،سیمه ایزوپولیسو دسولي په راوستلواودامنیت په ټینګښت کې ښه رول لوبولی خوبیاهم ددوی روزلواوتجهیزولوته اړتیالیدل کیږي.
دا دهغې مناظرې دګډونوالو نظر وو،چې دزمري میاشتې په ۲۰مه نیټه دپکتیکا ولایت په مرکزښرنه کې دآی ډبلیو پی ار له خوا جوړه شوې وه .
دپکتیکا ولایت دولايتي شورا وکیل عبدالمبین فقیرزاده وويل “موږته په ثبوت رسیدلي ،چې سیمه ایزو پولیسو دپکتیکا ولایت په امنیت اوسوله کې ښه رول لوبولی دی .”
نوموړی زیاته کړه ، په پکتیکا کې داسي ولسوالۍ هم شته چې ناټوځواکونو د ډيرو پرمختللو وسلوپه درلودلو سره پکې امنیت ټینګ نشوای کړای خوسیمه ایزپولیس په دې وتوانیدل چې په دغو ولسوالیو کې امنیت راولي.
خودسیمې قومي مشرملاعبدالمنان بیا وویل ،له دې سره سره چې په یوشمیرسیموکې سیمه ایزو پولیسو ښه رول لوبولی، خوپه ځينوسیموکې بیاځايي خلک ددوی له ناسم چلند څخه شکایت کوي.
نوموړي وویل “په اصل کې دسیمه ایزو پولیسورهبري کمزوري ده، نه یواځې ددوی ښه تربیه اوڅارنه نشي کولای ،بلکه دغو پولیسوته پروخت معاش اوسم اکمالات هم نه ورکول کیږي نو ځکه دوی کله ناکله په ناسموکړنولاس پوري کوي.”
هغه زیاته کړه “یوشمیرسیمه ایزوپولیسو په پکتیکا کې دمعاش دځنډ له امله خپلې دندې پرې ایښي اوګاونډيوهیوادونوته تښتیدلي دي.”
پوځي چارو کارپوه ډګروال حضرت بیا وړاندیز وکړ چې سیمه ایزپولیس پردنده له ګمارني وړاندي باید وپیژندل شي،صلاحیتونه اومسولیتونه یی ورته تشریح شي اوله خلکوسره دسم چلند کول ور وښودل شي هغه وویل ” ډيری وخت دغه پولیس له خپل صلاحیت اومسولیت نه اضافه کړني ترسره کوي چې بیا ددوی اوخلکوترمنځ دیولړستونزو لامل کیږي.”
دمناظري یوتن ګډونوال اودپکتیکا پوهنتون داسلامی ثقافت څانګې ددریم کال محصیل پیروزخان دولایتې شورا له وکیل عبدالمبین فقیرزاده څخه پوښتنه وکړه ،چې کوم څوک ولایتي شورا ته درغلي ، چې دسیمه ایزو پولیسو څخه يې درته شکایت کړی وي؟
فقیرزاده یی په ځواب کې وویل “موږته په دې اړه ځیني شکایتونه شوي خو دټولو سیمه ایزوپولیسو په اړه نه.”
په دغه مناظره کې دپکتیکا دولايتي شورا وکیل عبدالمبین فقیرزاده، قومي مشرملاعبدالمنان ، سیمه ایز خبرالن رحیم خان خوشال اودپوځي چارو کارپوه ډګروال حضرت په ګډون شاوخوا ۱۲۰ تنه ځوانانواومیرمنوبرخه اخیستي وه.
دیادولو ده ،چې تردې وړاندې هم آی ډبلیو پي آر په پکتیکا کې دسولې اوامنیت دټینګښت په موخه اوپه څانګړې توګه دسولې په راوستلو کې دخلکو دونډې اخیستنې په موخه ورته پروګرامونه جوړکړي دي.
خیرالدین ذکي آی ډبلیو پي آر پکتیکا

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی