ټاکنیز اصلاحات ترپارلماني ټاکنو مخکې ناشوني دي

Pashto | پښتو

پکتیکاوال وايي ،دټاکنیزو اصلاحاتودکمسیون لخوا وړاندې شوې طرحه سمه ده ،خو تر پارلماني ټاکنو وړاندې يې عملي کول ناممکن دي.

دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې دتلې میاشتې په ۱۲ مه دپکتیکا په مرکز ښرنه کې د ټاکنیرو اصلاحاتو دکمسیون په اړه دخلکو دنظریاتو ترعنوان لاندې جوړه شوې وه  او نږدې سلو نتو پکې برخه درلوده .

آزادخبریال سیف الرحمن شهاب وویل ،که څه هم یادکمسیون دخپلې ۱۱ ماده ایزې چمتو کړې طرحې په جوړولوکې دمدني ټولنو اوهغو سازمانونو سره چې پرټاکنو څارنه لري مشوره نه ده کړې ،خو په دغه طرحه کې داسې مادې شته لکه (دبریښنايې تذکرو ویش،دمیرمنو پراخه ونډه) چې دټاکنو پر روڼوالي مثبته اغیز درلودلای شي .

دپکتیکا دولایتي شورا وکیل عبدالمبین فقیرزاده ، هم یاده طرحه د راتلونکو ټاکنو دروڼوالي لپاره ګټوره بولي وايي، چې په کم وخت کې ددغې طرحې عملي کول ناممکن دي ،که چیرې دیادې طرحې دعملي کولو لپاره دولسي جرګې کاري موده نوره هم وغځول شي نو بیا امکان لري ،چې طرحه عملي او رڼې ټاکنې ترسره شي .

په پکتیکاولایت کې دفیفا  دنظارت غړي شهزاد درڼو ټاکنو دترسره کولو لپاره ددغې طرحې ترڅنګ دټاکنو دسیسټم جوړول هم اړین بولي.

 شهزاد وویل “دټاکنوسیسټم هغه وخت په سم ډول جوړیدلی شي چې بریښنايې تذکرې په ټول هیوادکې په سمه بڼه وویشل شي.”

مدني فعال محمدالله همتیار دبریښنايې تذکرو دویش ترڅنګ په دغه طرحه کې دټاکنوپه کمیسیونونو کې په دندو دمیرمنوګمارل اودپارلماني ټاکنولپاره دکاندیدانودعلمي سويي معلومول اړین بولي.

همتیار وویل ” په یاده طرحه کي داسي څه شته چې په عملي کولوسره يې په ټاکنوکې شفافیت منځته راتلای شي ،خوعملي کیدل يې ترراتلونکو پارلماني ټاکنو وړاندي ناممکن دي.”

په مناظره کې دمیلمنو په توګه :دپکتیکا دولایتي شورای وکیل عبدالمبین فقیرزاده،سیمه ایزخبریال سیف الرحمن شهاب،دفیفا دنظارت غړي شهزاد اومدني فعال محمدالله همتیار ګډون کړی وو.

هیره دې نه وي، چې تردې وړاندې هم دآی ډبلیو پي آر  لخوا په مرکزښرنه اویوشمیر ولسوالیو کې  ورته مناظرې پرلاره اچول شوې دي ، چې پکتیکاوال ټولې ترسره شوې مناظرې دعامه پوهاوي په برخه کې اړینې او اغیزمنې بولي.

خیروالدین ذکي آی ډبلیو پی آر – پکتیکا

 

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی