دمخابراتي خدمتونو له کاروونکو دټکس اخېستل شفاف دي

Pashto | پښتو

په هیواد کې له مخابراتي خدمتونوڅخه په ګټه اخیستونکولس سلنه لګیدلي مالیات له دولت سره داقتصادي په پیاوړتیا کې  مرسته کولای شي .

دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې د روان لمریز کال دتلې په ۲۰ نېټه د آی، ډبليو، پي آر لخوا دمیدان وردګو ولایت داطلاعاتو اوکلتور په ریاست کې د(مخابراتي خدماتو له کارونکو څخه دټکس اخیستو په اړه د خلکود نظریاتو )تر عنوان لاندې  جوړه شوې وه .

دمیدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، دولت دمخابراتي خدمتونو له کارونکو څخه ددغې لس سلنه ټکس راټولې شوې پیسې دبیا رغونو په پروژو او ددولت دکارمندانو په معاشونو لګوي  .

 نوموړي زیاته کړه “که څه هم دنړۍ په نورو هیوادونو کې دغه مالیه تر ۲۵ سلنې پورې اخیستل کیژي خو زمونږ دهیواد دخلکو اقتصادي حالت ته په کتو دلته په مخابراتي خدمتونو لس سلنه مالیه ایښودل شوې ده .”

دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وایي، چې په دې مالیاتو دهیچا اقتصاد نه خرابیږي خو دخلکو اساسي غوښتنه داده ،چې دوي باید په دې پوه شي ،چې دحکومت لخوا دټکس په نامه  را ټولې شوې  پیسې چیرته مصرفیږي او دا ددوي حق هم دی .

انجینرمحمد ایوب برهاني په میدان وردګو ولایت کې دمخابراتو ریاست د (اترا) یا مخابراتي خدمتونو دتنظیم د ادارې مسول دمناظرې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې خلک دهرې افغانۍ شفافیت او دمشترکینو دشمیر او دمصرف شوي کریډیټ په اړه معلومات تر لاسه کولای شي .

 نوموړي وویل”دغه سیستم دری مرحلې لري ،چې په مرسته به یې په شفاف ډول دخلکو د داخلو شوو پیسو معلومات به مخابراتو وزارت ته ځي “

په میدان وردګوولایت کې دروشن دمخابراتي کمپنۍ مسول انجینر سیدعالم وایي،دمخابراتي خدمتونو د ټکس را ټولول یوه شفافه پروسه ده  مخابراتي شرکتونه هم خپله مالیه دولت ته ورکوي او هم دمصرف شوو کریډیټ کارتونو سریال نمبرونه ډیر په شفاف ډول دولت ته ورکول کیږي .

 داقتصادي چارو کارپوه ولي محمد الهام په خلکو د دولت لخوا دمالیاتو لګیدل اړین ګڼي څو خلک دمسولیت احساس وکړي او دخلکو پدې پیسو سره به په خلکو کې دوطن دوستۍ احساس پیدا شي نوموړی وایي کله چې دولت دخلکو دمالیاتو څخه کوم سړک یا دبریښنا پایه جوړوي خلک به یې هم ساتنه کوي ځکه هغوی به په دې فکر وکړي، چې دا ددوي  له پیسو نه جوړ شوې ده  .

داقتصادي چارو کار پوه محمد ولي الهام وویل “په اوسنیو شرایطو کې زموږ دبیا رغونې پروژې ډيری د نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو لخوا جوړیږي ،چې خلک یې سمه ساتنه نه کوي.”

دمیدان وردګو ولایت داطلاعاتو اوکلتور ریس محمد اورنګ مختار وایي، چې په مخابراتي خدمتونو دلګیدلي ټکس راټولیدونکې پیسې نه دولسمشر ، نه دمالیې دوزیر او نه هم دمخابراتو د وزیر جیب ته ځي بلکې دا دولس پیسې دي ،چې دیوه منظم سیستم په مرسته  خلکو ته پرې دهیواد زیربناوې ، اقتصاد ، پوهنه او روغتیایي خدمتونه چمتو کیژي

په مناظره کې دمیلمنو په توګه دمیدان وردګو ولایت دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي ، دولایتي شورا غړي شریف الله هوتک،داطلاعاتو اوکلتور ریس محمد اورنګ مختار،دمخابراتو ریاست د(اترا) یا مخابراتي خدمتونو دتنظیم دادارې مسول انجینرمحمد ایوب برهاني،داقتصادي چارو کارپوه ولي محمد الهام ،په یاد ولایت کې دروشن دمخابراتي کمپنۍ مسول انجینر سیدعالم او دمرکزمیدان ښارڅخه سل تنو ځوانانو ګډون کړی وو  .

دیادولو ده ،چې  له دې وړاندې هم په میدان ښار کې د آی ډبلیو پي آر لخوا  د عامه پوهاوي په موخه  دېته ورته مناظرې به لاره اچول شوې وې او په راتلونکې کې به هم دا لړۍ  دوام پیدا کړي .

سباوون وردګ آی ډبلیو پي آر  میدان وردګ

 

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sabawoon Wardak