ښه روزنه اوتجهیزکولای شي دافغان ځواکونودمرګ ژوبلي کچه راکمه کړي

Pashto | پښتو

په هیواد کې هره ورځ لسګونه افغان سرتیري وسله والو په بریدونو اوچاودنوکې خپل ژوند له لاسه ورکوي ،خو ښه روزنه اوتجهیزکولای شي ،چې دافغان سرتیرودامرګ ژوبله تریوې کچې راکمه کړي.

دغه څرګندونې په هغه مناظره کې و شوې ،چې د آی ډبلیو پي آرلخوا دتلې میاشتې ۲۹مه دپکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې (دافغان سرتیرو دتلفاتو په اړه دخلکو دنظریاتو)ترعنوان لاندې جوړه اوسلو تنوځوانانوپکې برخه درلوده.

دپکتیکا دولایتې شورا وکیل نعمت الله بابری وویل،چې هره ورځ په زیاته کچه دافغان ځواکونومرګ ژوبله داندیښتې وړده، خودولت باید دخپلوامنیتي ځواکونو ژوند ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه ،چې په دومره لویه کچه دافغان ځواکونو مرګ ژوبله دنورو سرتیرو پر روحیه بده اغیزه کوي اوهغه هم خپل مورال له لاسه ورکوي.

بابري وویل ” که دافغان ځواکونوښه روزنه وشي اوپرمختللي وسایل ورکړل شي ترډيره بریده به دافغان سرتیرو دمرګ ژوبلې کچه راټیټه شي.”

دپکتیکا دخیرکوټ ولسوالۍ ولسوال رازمحمد مخلص وايي، چې ډیری وخت افغان سرتیرو دناسمې روزنې اودنه تجهیز له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مخلص وویل”نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې دافغان سرتیروپه روزنه اوتجهیزلو مرسته کوي باید دافغان سرتیرو ښې روزنې اواړینو تجهیزاتو ته پوره پاملرنه وکړي .”

دمناظرې بل میلمه محمدګل کټوازی ،چې خپل ورور اودکاکا زوی یې دملي پولیسوپه لیکوکې له لاسه ورکړي وایي ،چې ټولې هغه کورنۍ چې زامن او وروڼه یې په افغان ملي ځواکونوکې دنده ترسره کوي خپل اولادونوته سخت اندیښمن دي، دغه کورنۍ هره ورځ له همدې امله سختي ځوریږي چې خدای مه کړه زامن او وروڼه یې له کومي مر ګوني پیښې سره مخ نشي.

کټوازی زیاتوي ،چې دولت باید دافغان سرتیرو دژوند ژغورلو اومرګ ژوبلي مخنیوي ته ځانګړي پاملرنه وکړي،کنه نووروسته له دې به څوک دې ته زړه ښه نکړي چې خپل اولادونه دامنیتې ځواکونولیکوته واستوي.

دپکتیکا دامنیه قومانداني مطبوعاتي مسول سمیع الله وویل ،چې اوس هم افغان سرتیري په لوړ مورال سره دخپلي خاوري اوخپلوخلکوڅخه دفاع کوي.

نوموړی زیاته کړه “ډیری پولیس اوافغان سرتیري دماینونواوځانمرګوبریدونوله امله وژل کیږي.

که پولیسوته دماینونودکشف اوخنثې کیدوپه برخه کې لاښه روزنه ورکړل شي دمرګ ژوبلي دغه کچه به تریوه بریده راکمه شي”

دولایتې شورا وکیل نعمت الله بابري دمناظري دیوتن ګډونوال خان محمد ددې پوښتني په ځواب کې چې څه ډول روزنه اوتجهیزدسرتیرودمرګ ژوبلي مخنیوی کولای شي ، وویل”دماینونودکشف اوخنثي کیدو روزنه ،  ،ددښمن سره دمقابلي روزنه،داستخباراتي معلوماتودترلاسه کولوروزنه اوله خلکوسره دښواړیکوساتلواوپاللوروزنه افغان سرتیري ژغورلي شي.”

په دغه مناظره کې دمیلمنوپه توګه: دپکتیکادولایتې شورا وکیل نعمت الله بابري،دخیرکوټ ولسوال رازمحمد مخلص ،دامنیه قومنداني دمطبوعاتومسول سمیع الله او محمدګل کټوازي چې دکورنۍ غړي یې دپولیسوپه لیکوکې له لاسه ورکړي ګډون کړي دي .

دیادولو ده ،چې له دې مخکې هم دپکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې  دې ته ورته مناظرې ترسره کړي دي ،چې ځايي خلکو یې تود هرکلی کړی دی .

خیروالدین ذکي  آی ډبلیو پي آر  پکتیکا

 

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی