دمالیاتو راټولول حکومت اوټولنه پیاوړې کوي

Pashto | پښتو

حکومت دې دمالیاتو  له پلوه راټول  شوي عواید د رسنیو له لارې ملت ته وړاندې کړي ترڅو دا زمینه سازي وشي چې نور خلک دې هم خپله مالیه ورکړي.

دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې چې آی ډبلیو پي آر لخوا  د روان لمریز کال دلړم میاشتې یوولسمه نېټه دمیدان وردګو ولایت داطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې (دحکومت لخوا دمالیاتو دراټولولو د روڼوالي ) ترعنوان لاندې جوړه  شوې وه .

پدغه مناظره کې دمیلمنو په توګه :دمیدان وردګو ولایت دعلماوو دشورا غړي مولوي صاحب توصلي ،میدان وردګ ولایت  داطلاعاتو او فرهنګ ریس محمد اورنګ مختار ، دولایتي شورا غړي وحیدالله اکبرزوی ، مدني فعال نجیب الله فکرمن دمستوفیت دعوایدو آمرانجینر سید شفیع الله سربیره سلو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.

دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا غړي وحیدالله اکبرزوی وویل، دولایتی شوراګانو وکیلان دخلکو او حکومت ترمنځ دارتباطي پله حیثیت لري دوی باید خلک  دېته وهڅوي چې حکومت  ته خپله مالیه پر وخت او پوره ورکړي .

مدني فعال نجیب الله فکرمن وویل”افغان حکومت دمالیاتو راټولولو لپاره کوم قوانین چې جوړ کړي هغه سم دي  خلک باید ورسره همکار شي او په ښه توګه مالیات ورکړي ، مالیه مستقیمآ د حکومت یو کوډ ته داخلیږي او له ولسمشر پرته هیڅوک دا صلاحیت نلري،چې له هغې کوده پیسې را وباسي .”

دمیدان وردګو ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریس محمد اورنګ مختار دمالیاتو په راټولو لو کې درسنیو رول اړین یادکړ  او وویل ،کوم عوایدچې حکومت له مالیاتو نه په لاس را وړي که درسنیو له لارې  له ملت سره شریک شي  ښه خبره ده  ځکه هغوی پوهیژي چې حکومت او نظام شته ، چې دا عواید له ولس نه را ټولوي  .

نوموړي زیاته کړه ،که چیرته حکومت په مالیاتو را ټولولو کې ستونزه ولري هغه هم د رسنیو له لارې  له خلکوسره شریک  کړي ترڅو خلک  پوه شي ،چې څوک مالیه نه ورکوي او ولي یې نه ورکوي .

دمیدان وردګو ولایت دمستوفیت دعوایدو آمر انجینر سید شفیع الله  دمناظرې  ګډونوالو ته  دمالیاتو د راټولولو او لګښت په پروسه کې دشفافیت ډاډ ورکړ ویې ویل،په مالیاتو کې ځکه درغلي نشي کیدای چې دعوایدو دمصرف حق هیڅوک نلري او دحکومت ټول عواید یوه  واحد حساب ته لیږدول کیږي او دولسي جرګې له تصویب وروسته  ولسمشر توشیح کوي بیا دبودیجې په شکل هرې دولتي  ادارې ته دخپل تخصیص په شکل ورکول کیږي ،چې بیا یې  همغه اداره دمصرف حق لري .

نوموړي دمالیاتو را ټولول هم شفاف وښودل دبیلګې په توګه یې دمعاشونو دمالیاتو یادونه وکړه ویې ویل ” ثابته مالیه ده دفیصدۍ په اساس او دهرې ادارې لخوا وضع کیږي او اړونده حساب ته لیږدول کیږي .”

دمیدان وردګو ولایت دعلماوو دشورا غړي مولوي صاحب توصلي وویل ،چې مالیات دهرهیواد په خلکو وضع کیږي او هرڅوک دخپلو شتمنیو برابر مالیه ورکوي .

نوموړي زیاته کړه ” افغانستان فقیر هیواد نه دی خو د تاسف ځای دی، چې خلک مالیه او زکات نه ورکوي که چیرته ټول خلک خپله مالیه ورکړي دحکومت دیوکلن لګښتونه پوره کوي.”

آی ډبلیو پي آر  له دې وړاندې هم په میدان وردګ ولایت  کې د ټولنیزو ستونزو د حل او یوې قانونمندې ټولنې د رامنځته کولو په موخه ورته مناظرې جوړې کړې دي .

سباوون وردګ آی ډبلیو پي آر  میدان ودرګ

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sabawoon Wardak