دحکومت له لوري دولسي پاڅونونو کنټرول اړین دی

Pashto | پښتو

پکتیکاوال دوسلوالومخالفینو پروړاندې ولسي پاڅونونه دامنیت په ټینګښت کې مثبت ګڼي،خو دحکومت له لوري یې کنټرول او ملاتړاړین بولي.
دوی دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وکړې، چې دلندۍ میاشتې په دریمه نیټه دپکتیکا ولایت په یحی خېل ولسوالۍ کې دآی ډبلیو پي آر له لوري جوړه شوې وه اوپکې نژدې سلو تنوځایي ځوانانو برخه لرله.
په دغه مناظره کې دمیلمنوپه توګه:دیحی خېلو ولسوالۍ ولسوال موسی خان خروټي،دیادې ولسوالۍ امنیه قومندان ایوب تندر،دولایتي شورا وکیل فضل الرحمن کټوازی، دپاڅون کوونکو مشرحاجي ګل خان اودقومي شورا ریس محمدنورګډون کړی وو.
دیخېی خیلو ولسوالۍ ولسوال موسی خان خروټي وویل، په پکتیکا ولایت کې یواځې په یحی خیلو ولسوالۍ کې دوسلوالو طالبانو پرضدپاڅون ترسره شوی ،چې تراوسه یې ډیره ښه پایله لرلې اوپه راتلونکې کې هم ، که دحکومت له لوري کنټرول اوملاتړیې وشي نودامنیت په برخه کې به لانور هم ګټور ثابت شي.
خروټی وویل”په دې سیمه کې تر پاڅون مخکې امنیت دومره خراب وو،چې زه خپله دولسوالۍ په تعمیر کې محاصره وم اودباندې نشوم تلای ،خو دپاڅون کوونکو په مرسته اوس ددولت لوړ پوړي چارواکي دولسوالۍ په ټولو ساحوکې پرته له ساتونکوتګ راتګ کوي.”
دخروټي په خبره داچې داکسان دسیمې خلک دي اوهم ورسره ځایي خلک همکاردي نوځکه یې په امنیت کې ترنورو ټولو ځواکونو ښه رول لوبولي دي.
دپاڅون کوونکو مشرحاجي ګل خان وویل “طالبانومو قومي مشران راوژل ،په لویولاروکې یې ماینونه خښول ،دناامنۍ له امله موماشومان ښوونځيوته نشوای تلای،ناروغان به موپرخپل وخت روغتون ته نشوای رسولی ،نودطالبانو ددغوظلمونو له امله هرچا چې هرډول وسله په کورکې درلوده هغه یې را واخسته اودطالبانو پروړاندې موپاڅون وکړ .”
ګل خان وویل، حکومت په پیل کې له موږسره د ډيرو مرستو ژمنې وکړې چې تاسوپه هر برخه کې سمبالوو ،خوبیا یې هغه ډول پاملرنه ونه کړه .
ګل خان زیاته کړه ” ددې سیمې خلکو دراتلونکې لپاره هم کلک هوډ کړی ،چې ترهغه به دخپلې سیمې امنیت ساتي ترڅوچې یې په بدن کې ساه شته.”
دیحی خېلو ولسوالۍ امنیه قومندان ایوب تندر وویل ، پاڅون کوونکي دجګړي په لومړۍ کرښه کې جنګیږې ،خوداکمالاتو او وسلو دنه لرلو له امله له ګڼو ستونزوسره مخ دي.
تندر زیاته کړه چې د پاڅون کوونکو شتون دپکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ خورا اړین دی حکومت ته په کاردي، چې د دوی لپاره یومنظم پلان جوړ کړي .
دقومي شورا ریس حاجې محمد نور وویل پاڅون کوونکو ددې ولسوالۍ دامنیت په ټینګښت کې ډیرمثبت رول لوبولی ،خوبیاهم دنه مسلکیتوب او دحکومت له لوري پرې دکنټرول نه شتون له امله وخت ناوخته ترې تیروتنې کیږي .
دپکتیکا ولایت دولایتي شورا وکیل فضل الرحمن کټوازی دوسلوالو مخالفینو پروړاندې ولسي پاڅونونه دامنیت په برخه کې مثبت وباله خودراتلونکی لپاره یې د دولت له لوري کنټرول اړین یاد کړ،ځکه چې که کنټرول نه شي ددولت لپاره لوی سرخوږی هم جوړیدلی شي.
دیادولو ده ،چې له دې وړاندې هم دعامه پوهاوي په موخه آی ډبلیو پي آر دېته ورته مناظرې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او یو شمیر نورو ولسوالیو کې په لاره اچولې دي .
خیروالدین ذکي آی ډبلیو پي آر – پکتیکا

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی