د بهرنيو اسعارو پرځاى دافغانۍ کارول دهرافغان ملي مسووليت دى

Pashto | پښتو

ناامني،بې کاري اوله افغان حکومت سره دبهرنیو مرستو محدودیدل هغه څه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ بیه راغورځولې ده.
دا څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې چې دلیندۍ په پنځه ويشتمه، د آی ډبلیو پي آر له لوري دننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په بي بي مریم ښوونځي کې جوړه شوې وه.
مناظرې ته په ختیځ کې دافغانستان بانک اقتصادي سلاکار تاج محمد تمکین،د اقتصادي چاروکارپوه بشیر دودیال،د سياسي چارو شنوونکی منګل شیرزاد اومدني فعالې شمشاد ساپۍ سر بیره سل تنه ښځینه زده کوونکي او مدنې فعالانې بللې شوې وې.
غونډې ته منګل شېرزادوویل “بې کاري ناامني اوپه سوداګریز اواقتصادي بازارکې ددولت نه مداخله ددې لامل شوې، چې افغانۍ د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.”
بله خوا اقتصاد ی چاروکار پوه او د ننګرهار پوهنتون استاد محمد بشیر دودیال بیا پورته لاملونه د اندیښنې وړنه ګڼي، وايي کوم هېوادونه چې دامهال ښه اقتصادي حالت لري هغوی هيڅکله هم په بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد نه لري ، بلکې د سوداګریزو فعالیتونو له لارې یې زرغون اقتصاد موندلی دی.
دودیال وویل، هغه لويې اقتصادي پروژې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت لاس لاندې نیولي دي په افغانستان کې به اقتصادي ، سوداګریز او امنیتي حالت ښه کړي.
پوهاند دودیال وویل:”زموږحکومت تیره اونۍ دټاپي په نوم دګاز نل لیکه چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي پرانیستله چې پر مرسته به یې زموږ اقتصاد به پر خپلو پښو ودریږي نو بیا زموږ پیسه هم باثباته کېدای شي.”
خومدني فعاله شمشاد ساپۍ بیاوویل ،له پخوا راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د کارونې له امله افغانانو او د نړۍ په کچه سوداګرو د دغه هېواد په پولي واحد خپل باور له لاسه ورکړ.
ساپۍ وویل”دا اوس په ننګرهار کې دولتي مامورین خپل معاشونه کلدارو ته اړوي او بیا همدلته پرې راکړه ورکړه کوي، خو افغان دولت دا وس نه لري چې مخه یې ونیسي.”
بلخوا په ختیځ کې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار تاج محمد تمکین له پورته ټولو خواوو سره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټيټېدل په نړیوال بازار کې د ډالرو د بیې لوړېدل په ګوته کړ ویی ویل پر افغان حکومت د خلکو بې باوري او له افغانستان څخه د سوداګرو پانګه ویستنه د دې لامل شوې چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت یو څه راکم کړي.
تمکین وویل ،چې په ملي کچه د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ثابت ساتلی دی هغه زیاته کړه “په اونۍ کې درې ورځې د افغانستان بانک د دغه هېواد په شپږو زونونو کې ډالر لیلام ته وړاندې کوي،په دې خاطر چې افغانۍ خپل ارزښت ثابت وساتي او تاسې ګورئ تر دامهاله زموږ په هېواد کې د اجناسو بیې په خپل حال ثابتې پاتې دي.”
تاج محمد تمکین په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو مخنیوی یوازې د افغانستان بانک نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت بولي، دهغه پر وینا د افغانستان بانک هغه کسان اوه میلونه افغانۍ جریمه کړي چې په بازارونو کې یې په بهرنیواسعارو راکړه ورکړه کوله.
مدني فعالې حسنا دافغانستان بانک له استازي وپوښتل څه ډول کولای شي په ملي او نړیواله کچه د افغانیو بیه ثابته وساتي؟
تمکين یې په ځواب کې وویل “موږ ته په کار دي چې خپلو صادارتو ته پراختیا ورکړو، پر نظام او حکومت باور ولرو اوپر خپلو پیسوهم بااعتباره ووسو،خپلې پیسې په چلند کې واچوو؛او په بشپړه توګه راکړه ورکړه پرې وکوو.”
د افغانیو په تړاو وروسته له هغې د خلکو انديښنې زیاتې شوې چې روانه اونۍ یې د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت په بې ساري ډول له لاسه ورکړ.

یاده دې وي آی ډبلیو پي آر له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د ټولنیزو ستونزو د حل او یوې قانونمندې ټولنې درامنځته کېدا په موخه ورته غونډې جوړې کړي، چې ګډونوال یې په خاصه لیوالتیا بدرګه کوي.

عزت الله نیازی آی ډبلیو پي آر – ننګرهار

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Ezatullah Niazai

Ezatullah Niazi is a student at Nangarhar University and an IWPR trainee reporter.