د ډالرو لیلام د افغانۍ ثبات نشي ساتلی

Pashto | پښتو

په دې وروستيوکې دافغانيو پروړاندې د ډالرو لوړېدل او دافغانۍ د ثبات لرزانده کیدل اندېښنې راپورته کړي
له همدې امله کارپوهان دافغانيو د ارزښت د نه ساتلو له وجې دافغانستان بانک پر پالیسۍ نيوکه کوي.
هغوئ داڅرګندونې په هغه مناظره کې وکړې، چې د آی ډبلیو پي آر لخوا په کندهار پریس کلب کې جوړه شوې وه.
په مناظره کې د کندهار دلسګونو نارينه او ښځينه وو ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپوه ګل احمد کمين، دصرافانو د اتحادې مرستيال حاجي احمد الله، د درملي اتحادیې غړي او سوداګر عبدالبصير پيمان او ځوانانو د فدراسيون استازي حکمت الله صالحي ګډون درلود.
جوړې شوې مناظرې ته د افغانستان بانک د سيمه ایز دفترمسول او د ولايتي شورا يوه غړي هم رابلل شوي و خو حاضر نه شول.
د مناظرې پر مهال تر ډېره دافغانۍ د ارزښت د وروستۍ ټيټوالي لاملونه بیان شو.
دکندهار دصرافانواتحادیې مرستيال حاجي احمد الله د پيل خبرو پرمهال وويل، چې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو لپاره بنسټیز ګام نه دی اخیستل شوی او په تېرو څوارلسو کلونو کې داهڅې يوازې د ډالرو د لیلامولو پورې محدودې وې.
هغه زیاته کړه، چې په دې وروستيو کې ډالر نه يوازې د افغانۍ بلکې د ټولو اسعارو پر وړاندې پورته شوی دی، خو د افغانستان بانک د ناسمې پالیسۍ له امله يې افغانۍ ډېره ټيټه کړې ده.
ده وویل ، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د بهرنيو ځواکونو وتل هم د افغانۍ پر وړاندې جدې ننګونه وه، ځکه افغانۍ ته يې اوږه ورکړې وه او زرګونه کسان د هغوئ سره د دندې پر مهال ډالر د تنخوا په توګه اخیستل او افغانۍ يې ثابته ساتلې وه.
د کندهار د صرافانو د اتحادیې دغه مسول د افغانۍ د ټيټوالي بل لامل د ځوانانو بې کاري او اروپا ته د پناه اخیستلو په نيت سفرونه بولي هغه وویل “هرتلونکی مهاجر کم ترکمه لس زره ډالره د ځان سره وړي .”
هغه همداشان د افغانستان بانک پرهغه پالیسۍ نيوکه وکړه، چې د افغانۍ د ارزښت لپاره يې يوازنی ګام د ډالرو لیلام غوره کړی دی دافغانستان بانک بايد په سنجول سوې لار دغه پالیسۍ وټاکي، يوه اوونۍ پنځلس ميلیونه او بله اوونۍ لس ميليونه ډالره اعلانوي، دا خپله په غيرمستقیمه توګه د افغانۍ د ټېټېدو لامل ګرځېدلی.
په کندهار کې د درملي اتحادیې غړي او سوداګر عبدالبصير پيمان هم د افغانۍ د راتلونکي ارزښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویی ویل چې دهېواد وروستۍ ناامني، ناسمه سیاسي اوضاع، اقتصادي ضعف، د بهرنيو اسعارو زیات استعمال او د ډالرو په زور دافغانۍ د مصنوعي ارزښت ساتل جدي ستونزي دي.
هغه همداشان وویل، که چيري د کورنيو تولیداتو کچه لوړه نه شي، ممکن د افغانيو د ارزښت دساتلو هر پلان ناکام شي ” دافغانۍ د ارزښت ټیټېدل په عمومي توګه د کورنيو تولیداتو د کچې ټیټوالی دی، موږ داخلي تولیدات نه لرو، موږ ټولې اړتياوي له وارداتو پوره کوو او د وارداتو لپاره ډالرو ته اړتيا ده.”
د اقتصادي چارو کارپوه ګل احمد کمين بیا د افغانستان بانک دهغه پالیسي ټينګ مخالف دی، چې د ډالرو د لیلام په قوت د افغانۍ ارزښت ساتي.
هغه وړانديز وکړ، ددې لپاره بايد بله سمه لاره وسنجول شي، هغه ډول، چې د نړۍ صنعتي هېوادونه يې عملي کوي نوموړي وویل ” پرمختللي صنعتي هېوادونه د اسعارو د ارزښت لپآره خپل تولیدات لوړوي، که يې کرنسۍ لږ کښته شي، نو اندېښنه يې هم نه لري .”
کمين د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره د ډالرو لیلام د تجارانو او افغانستان بانک په زیان وباله.
د مناظرې پر مهال د کندهار د ځوانانو فدراسيون استازی حکمت الله صلحي هم بېلا – بېلې څرګندونې وکړې، خو د افغانيو د ارزښت په برخه کې يې د خلکو رول هم مهم یاد کړ.
هغه وویل ، چي د افغانستان سرحدي ولایتونه د ګاونډيو هېوادونو تر اغېز لاندې دي او تر ډېره پکې پاکستانۍ کلداري کارول کيږي ده زیاته کړه ” په کندهار کې ټولې هغه سوداوي، چې تر ۲۵ زره پورته وي، په کلداري کيږي، له جايدادونو نيولې، بیا تر موټرونو او نورو توکو پورې، یعني خلک د افغانۍ په ثبات باوري نه لري .”
دمناظرې پر مهال ګډنوالوالو هم دافغانيو دارزښت په اړه خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړې.
دیادولو ده ،چې له دې مخکې هم دعامه پوهاوي په موخه آی ډبلیو پي آر دیته ورته مناظرې دکندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړې کړې او دالړۍ به دوام ومومي .
صدیق الله افغان آی ډبلیو پي آر- کندهار

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.