لوګریان له شته روغتیايي خدماتوخوښ نه دي

Pashto | پښتو

دلوګرولایت اوسیدونکي وايي ،چې مرکزي دولت یې روغتیايي برخې ته لازمه پاملرنه نده کړې او د لرې پرتو ولسوالیو خلک یې له ګڼو ستونزو مخ دي .
یادې خبرې په هغه مناظره کې وشوې ،چې لیندۍ میاشتې په ۲۹ مه نیټه ( آی، ډبلیو، پي، آر) لخوا دلوګر ولایت مرکز پل علم ښارکې جوړه شوې وه او نږدې سلو تنو میرمنو پکې ګډون کړی وو .
مناظرې ته دمیلمنوپه توګه:دلوګردولایتي روغتون ریس ډاکټرعاشق الله مجیدي، دسیمه ایزې شورا مشرعبدالرحمن توکلي، دځوانانو دټولنیز اورګان ولایتي مسؤل محمد عبید اورمړ او همدارنګه ښځینه فعالې اناهیتا عالمیار ور بلل شوي وو.
دلوګردولایتي روغتون ریس ډاکټرعاشق الله مجیدي وویل،په لوګر ولایت کې ټول ټال ۵۰ روغتیایي مرکزونه شتون لري ،چې خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي .
مجیدي زیاته کړه ،چې دلوګر ولایت نفوس ته په کتو یاد روغتیایي مرکزونه بسنه نه کوي، پکار ده چې مرکزي دولت په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت دغې برخې ته پاملرنه وکړي.
بله خوا یوشمیرښځې په دې ولایت کې له روغتیایي خدمتونوڅخه خوښې دي، چې ښځوته هم روغتیایي خدمتونه دامکان ترحده برابرشوي، خوزیاتوي ،چې دعامي روغتیا چارواکي دې روغتیایي خدمتونه له مرکز څخه ولسوالیو او لرو پرتو کلیو ته و غځوي ترڅو خلکو ته روغتیایي خدمتونه په سمه توګه ورسیږي.
ښځینه فعالې اناهیتا عالمیار وویل ” دعامې روغتیا له کارکونکو څخه ترډیره ښځې راضي دي خو د نسایي ولادي په برخه کې ستونزې شتون لري، په ځانګړې ډول په لرو پرتو سیموکې، غوښتنه مو داده چې په متخصصو ډاکټرانو سربیره دې امبولانس د ناروغانو د لیږد را لیږد لپاره ډیر شي ترڅو خلک وکولای شي روغتیایي خدمتونوته په سمه توګه لاسرسی ومومي.”
په لوګر ولایت کې د سیمه ایزې شورا مشر عبدالرحمن توکلي په دې ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ټکنی بهیر او په لرو پروتو ولسوالیو کې دې خدمتونوته د خلکو نه لاسرسي لامل دلوګر دعامې روغتیا ریاست د مشر ډاکټر ظریف نایب خیل ضعیف مدیریت او ناسمې کړنې بولي.
توکلي له مرکزي دولت په ځانګړي ډول دعامې روغتیا وزارت خڅه غواړي ،چې لوګر ولایت ته جدي پاملرنه وکړي .
توکلي وویل “په اوسنیو روغتیایي خدمتونو قانع نه یم، مرکزي دولت له مونږ سره د مور اومیرې چلند کوي، د لوګر نفوس ډیر دی خو روغتیایي مرکزونه کم، کوم روغتیایي کلینیکونه چې لرو په هغو کې کافي درمل شتون نلري.”
دځوانانو او مدني ټولنو په استازیتوب محمدعبید اورمړ په لوګر ولایت کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه تر یوه حده کافي بولي خو زیاتوي چې د دې ولایت په ډیری روغتیایي کارکونکو کې ظرفیت شتون لري، ولې په کومه کچه چې د خلکو اړتیاده امکانات په نشت شمار دي.
اورمړ هم له چارواکو غوښتنه وکړه، ترڅوخپل خدمتونه له مرکز څخه نورو ولسوالیو ته وغځوي او روغتیایي خدمتونه دې ولس ته یوشان پلي شي.
دا پداسې حال کې ده ،چې تردې وړاندې هم په لوګر کې د آی، ډبلیو، پي، آر له لوري په بیلابیلو برخوکې دې ته ورته مناظرې جوړې شوي چې، د ډیری خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي.

نوراحمد ستانکزی آی ډبلیو پي آر- لوګر

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Noor Ahmad Stanakzai

.نوراحمد ستانکزی دلوګر پوهنتون محصل دآی دپلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال