په پکتیکا ولایت کې یواځې یوه ښځېنه ډاکټره شتون لري

Pashto | پښتو

پکتیکاوال وايي ،په ټول ولايت کې یواځې یوه ښځېنه ډاکتره شتون لري،چې ددې چارې له امله ډیری میرمنې دولادت پرمهال ځان اویاهم ماشوم له لاسه ورکوي.
دوی دغه څرکندونې په هغه مناظره کې وکړې چې دپکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې دمرغومي په لومړۍ نیټه دآی ډبلیو پي آر له لورې پرلاره اچول شوې وه اوله سلوڅخه زیاتوځايي ځوانانوپکې برخه لرله.
په پکتیکا ولایت کې دروغتیايي شورامشرسیدالله وویل، پکتیکا دمساحت په لحاظ یوپراخ اوګڼ نفوسه ولایت دی خو په ډيری برخوکې يې روغتیايي خدمتونه له نشتون سره برابردي.
دنوموړي په خبره داچې په ټوله پکتیکاولایت کې یواځې یوه ښځینه ډاکتره کارکوي ،نوځکه خو میرمنې له روغتیايې خدمتونوڅخه بې برخې دي اودولادت پرمهال خپل ځان اویاهم ماشوم له لاسه ورکوي.
سیدالله زیاته کړه،دتاریخ په اوږدوکې دروغتیاپه برخه کې پکتیکاولایت ته پاملرنه نه ده شوې او دښځینه ډاکټرانو ترڅنګ دنارینه ډاکترانو لوی کمبود موجوددی.
دپکتیکا ولایت دعامې روغتیاریاست مرستیال ډاکتراسدالله رسولي وايي، داسمه ده چې په پکتیکاکې لکه څنګه چې اړتیا ده اودپکتیکا والوحق دی ،هغه ډول خدمات نه وړاندي کیږي خوبیاهم په نشت نه دي حساب.
نوموړي زیاته کړه”موږ دامنوچې په پکتیکاکې یوازې یوه ښځینه (ایم ډي) ډاکتره لرو خوترڅنګ يې په هرکلنیک کې روزل شوې قابلې په دندو ګمارل شوې اودولادت پرمهال له میرمنوسره مرسته کوي.”
ډاکتررسولي په روغتونونوکې دډاکترانودکمښت په اړه وویل ،چې له تمویلوونکو موسساتو سره مو څو ځله په ګډه د ښځینه ډاکټرانو دجذب لپاره اعلانونه ورکړي ،خوپکتیکاولایت ته څوک زړه نه ښه کوي چې کاروکړي اوکه کوي يې هم دزیات امتیازغوښتنه کوي.
مدني فعال غلام رحمن په خپلوخبرو کې وویل”موږ په مرکز ښرنه کې یونیمګړی ۶۰ بستریز روغتون لرواودهغې هم تشکیل پوره نه دی،نوتاسوفکر وکړئ په لرې پرتو ولسوالیوکې به روغتیايې خدمتونه په څه ډول سره وي.”
دغلام رحمان په خبره چې دپکتیکا ډیری ولسوالۍ په لري واټن کې پرتي دي چې لاري يې هم خامې دي ،ډیرځله موږ له داسې پیښو خبریږو چې روغتون ته دانتقال پرمهال مور اوماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دقومي شورا مشرعبدالمنان وايي سیمیزه اداره او په خاص ډول مرکزي دولت په دې کې پاتي راغلی چې په تیرو دیارلسوکلونوکې دپکتیکاخلکوته لکه څنګه چې لازمه ده هغه ډول خدمتونه وړاندې کړي .
دمنان په خبره مرکزي دولت پکتیکا له پامه غورځولي اوهم په ولسي اومشرانوجرګو کې زموږ وکیلان په دې نه دې توانیدلي چې دخلکوله ستونزوځان خبر او تر اړونده ادارو پوري يې ورسوي ترڅودهغوی پام دې برخې ته را واړوي.
پکتیکا دهیوادپه جنوب ختیځ کې پراخ اوپرنفوسه ولایت دی چې دنفوس شمیر په تخمیني توګه یو میلون تنه بلل کیږي چې خلک يې له لازمو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي اوهم دولادت پرمهال ډيری میندې اوماشومان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خیروالدین ذکي آی ډبلیو پي آر پکتیکا

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی