په ارزګان کې روغتیايي خدمتونه کمرنګه دي

Pashto | پښتو

ارزګانیان وايي،چې دوی اوس هم دروغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي ، چې عمده یې له روغتونونو او درملتونونو څخه دنظارت نشتون دی .
دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې ،چې دآی ډبلیو پي آر لخوا د لېندۍ میاشتې په ۳۰مه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې (خلګو ته دروغتیایي خدمتونو په اړه د دولت له ادعا نه ترعیني واقیعته پورې)ترعنوان لاندې جوړه اوکابو سلو تنو ځوانانو پکې برخه درلوده.
په دغه مناظره کې دارزګان دعامي روغتیا مرستیال ډاکترمحمدعیسی ،دکندهار پوهنتون استاد فریدالله فرهان،مدني فعال عطاالله افغان، آزادخبریال حمیدالله وطني اولسګونه تنوعاموځوانانو ګډون کړی وو.
دارزګان دلوړو زده کړو موسسې استاد فریدالله فرهان ،چې دکندهار پوهنتون یو برخه ده وویل ،چې هر انسان روغتیا يي خدماتو ته دلاس رسي حق لري اوباید چې دولت په دغه برخه کې لازم اقدامات وکړي.
فرهان وویل “لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته دامهال ډېره اړتیا لیدل کیږي چې ددغه ولایت په ډېری لیري پرتو سیمو کې اوس هم روغتیا خدمات ډیرکم دي ،چې عام وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي.”
په همدې حال کې مدني فعال عطاءلله افغان وايي ،چې دعامي روغتیا ریاست لاهم د مسلکي او تجربه لرونکو ډاکترانو دنشت سره مخ دی چې په خبره یې دا ستونزه د اندېښنې وړ ده.
مدني فعال زیاته کړه”په دغه ولایت کې ډاکتران خپل مسلکیتوب په نظر کې نه نیسي او ډېری وخت د معدې متخصص ډاکتردهډوکو په برخه کې کارکوي چې دې چارې هم خلګ له ستونزو سره مخ کړي.”
ازاد خبریال حمیدالله وطني وویل ،چې دعامي روغتیا په برخه کې له پرتو ستونزو څخه یې څو- څو ځله راپور ورکړی، د خلګو ستونزي یې د اړونده چارواکو سره شریکې کړي.
وطني وویل ” ډېری کسانو دمرکو په ترڅ کې راته ویلي، چې د روغتون ډاکتران راسره ښه چلند نه کوي، درمل له ښاره په شخصي پیسو پیرو، په روغتون کې دانتظارلپاره ځای نشته او ډېری وخت مو د ډاکترانو د بېغورۍ او نه پاملرني له امله ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.”
نوموړي وویل،په مستقیم او غېر مستقیمه توګه مو دا ستونزې د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست له مسئولینو سره شریکې کړې دي، خو خلک وايي کومه ګټه یې نه ده کړې.
وروسته د ارزګان ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد عیسی وویل “دا مهال د دې ولایت د مرکز تر څنګ په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونو ته د خلګو لاسرسی شته ،نسبتاً ټول وګړي کولای شي داړتیا پر مهال روغتیایي مرکزته ولاړ شي اودخپلي ناروغۍ درملنه وکړي.”
د عامي روغتیا ریاست مرستیال محمدعیسی دمناظرې د یوه ګډونوال عبدالولي د دې پوښتني په ځواب کې چې (ولې داکتران شفري نسخې ورکوي چې درمل یې له مشخص درملتون څخه بل ځای نه پیدا کیږي ؟ محمدعیسی وویل “له دې وروسته که هرډاکتر کوم ناروغ ته شفري نسخه ولیکله کولای شي دعامي روغتیا ریاست ته یې راوړي تر څو موږ یې په اړه اقدام وکړو.”
ددغې مناظرې ځینو ګدونوالو د یو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ همدارنګه له ښاره د تاریخ تیرو درملو او خوراکي توکو د ټولولو اود له منځه وړلو په برخه کې د عامي روغتیا پر پڅ دریځ هم نیوکې وکړې.
نجیب الله لطیف آی ډبلیو پي آر- ارزګان

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Najibullah Latif

نجیب الله لطیف آی ډبلیو پي آر – ارزګان