په خوست کې په لوړه کچه دمور اوماشوم دمړینې پیښې رامنځته کیږي

Pashto | پښتو

دخوست دعامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې اوس هم د مور او ماشوم مړینه موجوده ده او په کال کې یې ارقام له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې پیښو ته رسیږي.

روغتیايي مسؤلینو دغه څرګندونې د لندۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه په خوست کې د آی ډبلیو پي آر ادارې له لوري په رابلل شوې مناظره کې وکړې.
یاده مناظره دخوست ښارپه یوه شخصي تالار کې جوړه شوې وه،چې په کې دروغتیا ریاست سرپرست ریس ډاکټر هدایت الله حمیدي، د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټرنصیب احمد حلیم، دOHPM مؤسسې او دولتي کلینیکونو استازي ډاکټر محمد جمال ثاقب او دخوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني برخه اخیستې وه ،چې دلسګونه ځوانانو او پېغلو پوښتنې ځوابولې.
د خوست دعامې روغتیا ریاست سرپرست ریس ډاکټر هدایت الله حمیدي په خپلو خبرو کې وویل، د پخوا په پرتله په خوست کې د مور او ماشوم مړینه راکمه شوې خو اوس هم موجوده ده.
نوموړی وايي، دراپورونو له مخې دکال په جریان له ۲۵۰ څخه تر۳۰۰ پورې میندې اوماشومان مري او هڅه کوي څو دغه حالت نورهم کابو کړي.
دده په خبره، دخوست نفوس زیاتوالی، لیرې پرتې سیمې او کم امکانات هغه څه دي چې د مور او ماشوم مړینه روانه ده.
بلخوا د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني هم په خپلو خبرو کې په دغه ولایت کې وړاندې کیدونکي روغتیايي خدمات د قناعت وړ ونه بلل.
نوراني وویل، د خوست نفوس او موقعیت ته په کتو شته روغتیايي مرکزونه کم، امکانات کمزوري او د اړوند وزارت توجه راجلبول لازم دي.
دده په خبره، په ولسوالیوکې خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي، په ښار کې شته روغتیايي مرکزونه د خوست اوسیدونکو لپاره کفایت نه کوي او له همدې امله ده چې روغتیايي کمزوري خدمات وړاندې کیږي.
نورشاه نوراني د عامې روغتیا له وزارت او ملاتړو ادارو غوښتنه وکړه څو د خوست ولایت لپاره خپل تشکیلات زیات او پر بودیجه یې له سره غور وکړي.
د مناظرې برخه والو د خوست پر روغتیايي وضعیت له مېلمانو پوښتنې هم مطرح کړې.
دوی ویل، په ښار کې خپلسري درملتونونو، لابراتورانو نه کنترول، په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د درملو نه ورکړه د جدي اندېښنې وړ دي.
په همدې ترڅ کې اړوند مسؤلین یو ځل بیا د خپلو ټکنیو خدماتو لامل د نفوس زیاتوالی یادوي.
دخوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نصیب احمد حلیم وویل، په خوست ولايتي روغتون کې شته درمل د ټولو ناروغانو او مراجعینو لپاره کفایت نه کوي او تر څنګ یې کله، کله له دې امله له نورو درملتونونو د درملو راوړلو ورته ویل کیږي چې دوی یې نه لري.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست ریس ډاکټر هدایت الله حمیدي بیا وویل، اوسني وړاندې کیدونکي خدمات هم بې ساري دي.
نوموړی وايي، د ګڼو مراجعینو په شتون کې ښه خدمات لري، د ښار له درملتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کتنې کوي او هڅه یې داده چې دا حالت نور هم ښه کړي.
خوست دا وخت د نفوسو له اړخه ګڼ ولایت دی، خو لا هم په ځینو مهمو برخو کې ورته د پخوا هومره برخه ورکول کیږي. دوروستیو ناتایید شویو معلوماتو له مخې دا مهال ددغه ولایت نفوس له یو نیم مېلیون څخه اوړي.
باید یاده کړو، میاشت وړاندې د خوست ولایتي شورا هم له ولایتي روغتون څخه په کتنه ددې مرکز خدمات نیمګړي بللي ؤ.

رحیم ګل نایل آی ډبلیو پي آر خوست

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Rahim Nayel

Rahim Gul Nayel is a student at Khost University and an IWPR trainee.