د کندهارپه یوشمیر ښوونځیو کې سخت دریځي تدریس کیږي

Pashto | پښتو

په هیواد کې پريوشمیرديني مدرسو، نیوکې کیدې، چې ګواکي خپلو زده کوونکو ته د زده کړو پرمهال سخت دريځي او افراطیت ښيي، خو په لومړي ځل دا ستونزه په ښوونځيو کې هم محسوس شوې ده.
داڅرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې ددلوې میاشتې په ۶ مه نیټه په کندهار کې د آی ډبلیيو پي آر لخوا (په ښوونځيو کې د ښوونکو د سوله ییز رول ) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه.
په دې مناظره کې د کندهار دبشر دحقوقو د سيمه ایز ویاند عبدالعزیز اکرمي، دشهیدعبدالطیف ښوونځي مرستیال صدیق الله صداقت، د ديني عالمانو داصلاحي ټولنې غړي مولوی عبدالواحد اخند او دپوهنې ویاند نظرمحمد صمیمي ترڅنګ د کندهار ښار او ولسواليو شاوخوا سلو ښځو او نارينه برخه اخیستې وه.
مناظرې ته لومړۍ خبرې د بشر د حقوقو د سيمه ایز دفتر ویاند عبدالعزیز اکرمي وکړې، چي اوس هم د جګړې دکلونو په شان په ځينو ښوونځيو اوديني مدارسو کې زده کوونکو ته حساب په ټانګ او پښتوتوري د ټوپک په رسمونو ښودل کيږي.
هغه وايي، چې د جګړې په کلونو کې د ښوونځيو او ديني مدرسو زده کوونکو ته د سخت دریځۍ ذهنیت ورکول کېده او ان د نصاب په کتابونو کې ورته د کلاشینکوف، مرمۍ، ټانګ او طیارې خبرې کېدلې، چې د وخت نسل او افغانستان يې د جګړې اور ته وغورځاوه.
دده په وینا، چې لا اوس هم د جګړې او تاوتریخوالي فرهنګ پالل کيږي، خو په وینا يې ښوونکي او د پوهنیزې ادارې په دې برخه کې مخکښه رول لوبولای شي ” اوس موږ ته د يوې اندازې دا زمينه برابره شوې ده، چې د سولې په اړه ذهنیتونه جوړ کړو او دا رسالت د ښوونکو دی، ځکه زموږ نوی نسل د هغوی سره دی، دا بايد د ښوونځي مسولین د ښوونکو مکلیفت وګرځوي، چې د ورځې په جریان کې د هغوی سره د سولې پر ګټو او د جګړې پر زیانونو خبرې وکړي.”
د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې غړي مولوی عبدالواحد ومنل، چې تر ښوونځيو زیات په ديني مدرسو کې دغه اصل ته پاملرنه نه کيږي.
هغه زیاته کړه، چې هلته ماشومان تر ۱۵ کلنۍ پورې تر سختو تهدېدونو لاندې وي او د سولې پر ځای جګړه ایز فکر ورکول کيږي ” ماشومان د تاندو نیالګيو په څېر دی، چې هر طرف ته يې کاږه کړې، پر هم هاغه خوا ځي، که د سمو لارښوونه ورته وشې، ددې هېواد په ګټه به وي، که برخلاف د تشدد لار ورته وښودل شې، نو د ویجاړۍ او ټولنې د بربادۍ سبب ګرځي.”
دمناظرې دمېلمنو ټينګار دا وو،چې په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د سولې د ګټو او د جګړې د زیانونو په اړه ځانګړې مضامين پر نصاب اضافه شې.
خو په کندهار کې د شهید عبدالطیف ښوونځي مرستیال صدیق الله صداقت بیا وړاندېز وکړ، چې په کلیوالو سيمو کې د مسلکي ښوونکو او د کتابونو نشت ددې ستونزې اصلې لامل بولي.
هغه وايي، چې اوس هم په ځينو ښوونځيو کې داسې ديني او عصري کتابونه شته، چې د جګړې ذهنیت خپروي.
دده په وينا، چې ځينې ښوونکې نه یوازې دا چې د مخالفینو طرفینو په ګټه تبلغات کوي، بلکې د مدرسې اومکتب ترمنځ هم يو ډول واټن شتون لري ” دلته ستونزه دا ده، چې په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو نشتون دی، ځينې مضامین ملایان تدریسوي، خو موږ اوس هڅه پيل کړې ده، چې لومړۍ د مکتب او مدرسې ترمنځ رامنځټه شوی واټن له منځه یوسو.”
دکندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صميمي هم ومنل، چې د ځينو سیاسي کړيو تړلي او پلوي کسان په پوهنیز بهیر کې شته، خو په وینا يې د هغوی د فعالیتونو په وړاندې خنډ دي.
دده په وینا، چې د سولې لپاره يې په عامه توګه هڅې نه دي کړي او تر اوسه يې په دوو مضامينو، چې د تهذیب او ټولنیز ژوند پورې اړه لري تدریسيږي.
هغه وايي، د دوی ټېنګار تر ډېره پر دې دی، هغه ښوونکې کنټرول کړي، چې د جګړې او د يوې ډلې د پلویتوب ګامونه اخلي” دلته زیاتره وګړي په سیاسي طرفونو پورې اړه لري، خو په معارف کې دسیاسي خبرو اوتبلغ جرئت نه شته، دوی ته اجازه نه شته، چې د چا د ښه والي او يا بدوالي خبره وکړي، موږ ددې د مخنيوي لپاره ناڅاپي نظارت کوونکي ټېمونه هم لرو.”
دمناظرې پرمهال يوشمېرګډوانوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او هم يې له مېلمنو څخه پوښتې وکړې.
دوی په کندهارکې د عامه پوهاوي دا ډول مناظرو جوړېدل ګټور وبلل او له ای ډبلیو پي ار ادارې څخه يې د نورو مهمو موضوعاتو په اړه د ورته مناظرې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
صدیق الله افغان / ای ډبلیو پي ار- کندهار

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.