دسولي په راوستوکې کلیوالي ښوونځي مهم رول لوبوي

Pashto | پښتو

پکتیکاوال وایي ،دتاوتریخوالي فرهنګ دله منځه وړلو اودسولې په راتګ کې ،کلیوالي ښوونځي مهم رول لوبولی شي.
ددوی په خبره چې که دکلیوالي ښوونځيو ښوونکي زده کوونکوته دجنګ دناوړه اغیزواودسولې په ارزښت په ورځنیودرسونوکې لارښوونه وکړي نوراتلونکي نسلونه به دجنګ پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.
دغه څرګندونې ددلوې په شپږمه نیټه دپکتیکا ولایت په یوسف خیل ولسوالۍ کې په هغه مناظره کې وشوې چې دآی ډبلیو پي آرلخوا په لاره اچول شوې وه اونږدې سل تنه ځوانان پکې برخه لرله.
مدني فعال ګل الرحمن یوسف خیل وویل ،سیمیزښوونځي اوښوونکي له سولې څخه دملاتړپه برخه کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې دښوونکي مسلک له سولې سره تړاو لري.
دیوسف خېل په خبره چې که ښوونکي دزده کړې پرمهال زده کوونکي په سولییز فکر وروزي اوپه دې یې وپوهوي چې جنګ ټولنې ته بدبختي راوړي اوسوله پرمختګ اوسوکالي ته لاره هواروي،نوزده کوونکي بیاپه راتلونکي کې تاوتریخوالي ته نه مخه کوي اونوروته هم داپیغام رسوي.
مولوي عبدالباري بیا په دې نظردی چې دښوونکوترڅنګ میندې او پلرونه هم لوی مسولیت لري چې خپل اولادونه له سولې څخه ملاتړ ته وهڅوي اودجنګ په زیانونواوبربادیو یې وپوهوي.
هغه زیاته کړه ،چې له میندو او پلرونو وروسته دزده کوونکو ډېر وخت له ښوونکو سره تیریږې اودوی دخپلي اسلامي اوافغاني وجیبي له مخي مکلف دي چې زده کوونکوته دسولې پرارزښت اودجنګ اوتاوتریخوالي پرزیانونوخبري وکړي.
دعبدالباري په خبره چې که ښوونکي او میندې پلرونه دغه کاروکړي، راتلونکي نسلونه به موله جنګ نه لیرې وي، سولییزژوندبه وکړي اوتاوتریخوالي ته به هیڅ کله هم مخه و نکړي.
دیوسف خېل ولسوالۍ اجراییه مدیر دادمحمد اعتمادي وویل،چې تریوبریده په کلیوالي ښوونځيوکې ښوونکي زده کوونکوته دسولې په اړه لارښوونه کوي اوښه بیلګه یې داده چې هرسهارپه ډيری کلیوالي ښوونځيوکې ښوونځي دسولي په ترانه سره پیلیږي.
دعبدالباري په خبره “داچې سوله نن دهر افغان لومړنۍ غوښتنه او اړتیاده نودټولنې دهروګړي دا مسولیت جوړیږې چې ځوانان له جنګ اوتاوتریخوالي راوګرځوي اودسولې لارې ته یې وهڅوي.”
دیوسف خیل لیسې مدیرعبدالبصیرافګار وایي، چې دپکتیکاپه ډيری ښوونځيوکې ښوونکي تردا مهال له داسي کومي ستونزي سره نه دي مخ شوي چې زده کوونکوته دسولې تدریس ونشي کولای.
نوموړي زیاته کړه،چې که بیاهم موږپه دې برخه کې له کومي ستونزي سره مخ کیږو ،نودښوونکو ټولنه لروچې هري ستونزي ته په ګډه پرخپل وخت یوه مناسبه حل لاره لټوو.
دهغه په خبره چې ښوونکي هم دهمدي ټولني غړي اوبچیان دي ،چې له روانوحالاتوسخت ځوریږې اوسوله غواړي ،نوځکه هم خپلوزده کوونکوته له سولي څخه دملاتړسپارښتنه کوي.
په دغه مناظره کې دیوسف خیل ولسوالۍ اجراییه مدیردادمحمد اعتمادي،دیني عالم مولوي عبدالباري،مدني فعال ګل الرحمن یوسف خیل اودیوسف خیلو لیسې مدیرعبدالبصیرافګارګډون کړی وو.
له دې وړاندې هم د آی ډبلیو پي آرله لوري داډول مناظري ترسره شوي چې پکتیکاوال يې دعامه پوهاوي په برخه کې ښه اقدام ګڼي اودورته پروګرامونوغوښتونکي دي.

خیر الدین ذکی آی ډبلیو پي آر – پکتیکا

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی