بې طرفي اودخلکوملاتړ خبریالان خوندي کولای شي

Pashto | پښتو

په جګړیزو حالاتو کې دخبریالانو بې طرفي او دخلکو ملاتړ ددوی د خوندیتوب لپاره ډير اړین بلل کیږي .
دهیواد په ځینې سیمو کې خبریالان دجګړیزو او یا نورو ورځنیو پیښو دراټولولو پرمهال دتاوتریخوالي‌ سره مخامخ کیږي پدې ډول حالاتو کې دسیمې په اړه دخبریالانو پوره مالومات ، بې طرفي او دخلکو ملاتړ کولای شي دخبریالانو پر وړاندې دشته ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي‌ .
دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې چې دروان ۱۳۹۴ لمریز کال دسلواغې په یوویشتمه نېټه (په جګړیزو حالاتو کې دخبریالانو دخوندیتوب ) ترعنوان لاندې (آی ډبلیو پي آر) لخوا دمیدان وردګو ولایت دسیدآباد ولسوالۍ د دشت ټوپ په عالي‌ لیسه کې جوړه شوې وه .
پدغه مناظره کې دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا غړي وحیدالله اکبرزوی ، آزاد خبریال محب الله شریف زوی ، دژورنالیستانو دملي‌ اتحادیې غړي نجیب الله فکرمن مدني فعال انجینرعبدالقیوم راستمن او سلو تنو ځوانانو ګډون کړی وو .
آزاد خبریال محب الله شریف زوی وویل ” یو ژورنالیست ته پکار د ه چې دبې پرې توب ا صل ته پام وکړي ‌ د چا پلوي ونه کړي ترڅو له ستونزو سره مخامخ نه شي .”
همدا رنګه دژورنالیستانو دملي اتحادیې غړي نجیب الله فکرمن وویل په اوسنیو حالاتو کې کله چې یو ژورنالیست دیو چا شخصی اویا ملي ګټې تر پښو لاندې کړي نو هغه ډير ژر له منځه ځي.
دنوموړي په وینا کله چې خبریالان یوې سیمې ته دخبر چمتو کولو لپاره ځي نو دهغې سیمې له امنیتي مسولینو سره دې خبرې وکړي چې هلته حالات څنګه دي . او یاهم په شخصي اړیکو دخلکو ، داطلاعاتو او کلتور دسیمه ایزو ادارو ، او دژورنالیستانو داتحادیو سره اړیکه ونیسي څو دسیمې په اړه مکمل مالومات ترلاسه کړي‌ او بیا دې سیمې ته ورشي نوخبریال ته به ستونزه نه جوړیږي .
دمیدان وردګو دولایتي‌ شورا غړي وحیدالله اکبرزوی وویل، چې دولت دبیان دآزادۍ ملاتړ کوي‌ او کوم دولتي چارواکي او یا امنیتي ځواکونه چې درسنیو په ارزښت پوهیږي هغوی هیڅکله دخبریالانو دکار په وړاندې خنډ نه جوړوي او کیدای شي ډير لږ کسان دژورنالیستانو دکار ممانعت کړی وي
نوموړی دځوانانو او دسیمې دخلکو نه غواړي‌ څو درسنیو او خبریالانو سره خپلو سیمو ته دتلو پر مهال مرسته وکړي
مدني فعال انجینر عبدالقیوم راستمن وویل څومره چې د رسنیو نه هیله کیږي په کليوالي سیمو کې یې خپل رول ندی لوبولی نوموړي دخپلې سیمې دځوانانو په استازیتوب ژمنه کوي‌ چې درسنیو او خبریالانو ملاتړته به خلک هڅوي‌
په پای کې ګډونوالو یاده مناظره ګټوره وبلله او په راتلونکې کې یې دځوانانو دبې کارۍ دستونزو دحل په لارو چارو دبحث او خبرو لپاره د دا ډول مناظرو دجوړیدو غوښتنه وکړه
سباوون وردګ آی ډبلیوپي آر – میدان وردګ

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sabawoon Wardak