رسنۍ د شايعاتو له خپرولو ډ ډه وکړي

Pashto | پښتو

په افغاني رسنيوکې دشایعاتو او يوه طرفه خبرونو خپرول ددې لامل شوي، چې درسنیومخاطبین پرټولو رسنيو باورله لاسه ورکړي.
دا څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې دکب میاشتې په۳ مه د کندهارولایت د ډنډ ولسوالۍ په مرکز کې (دواقیعت او پرو پاګندو د درک په موخه د لارو چارو د جوړولو ترسرلیک لاندې) د آی ډبلیو پي ار لخوا جوړه شوې وه.
په دې مناظره کې دکندهار ولایت دبشرحقوقو دسيمه ایز ویاند عبدالعزیز اکرمي، مدني فعال محمد ناصر مبارز، دکندهار دنی یا آزادو رسنيو مشرعبدالسميع غيرتمل او ديني عالم مولوي عبدالواحد ترڅنګ د ډنډ ولسوالۍ نژدې سلو تنو ځوانانو او سپين ږيرو برخه اخیستې وه.
مناظرې برخوالوته د کندهار ديني عالم مولوي عبدالواحد وويل، چې د اسلامي احکامو له مخې آوازې، پروپاګند اوله واقیعت څخه ليري څرګندونې او خبرې د دوراغو په معني دي او درواغجن ته سزا ټاکل شوې ده.
واحد زیاته کړه، چې هيڅوک باید ترهغه وخته خبره بل چا ته ونه کړي، ترڅو سل په سلو کې سمه ثابته شوې نه وي.
دکندهار د نی یا آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل هم ومنل، چې يو شمېر رسنۍ یو طرفه خبرونه او بې واقیعته خبرونو خپروي.
هغه زیاته کړه،چې ځينې خبریالان په رپورټونو او خبرونو کې خپل نظرونه ځایوي، چې دا کړنه د ژورنالیستي د اصولو برخلاف او دشایعاتو تر اغېز لاندې وي.
غيرتمل زیاته يې کړه، چې په ځينو مواردو کې چارواکي وعدې ورکوي او درواغ وايي، خو خلک داسې انګيري، چې دا د خبریال نظر دی.
غیرتمل وويل، هرهغه څوک، چې پر خبریال اعتراض لري، بايد په څارنوالۍ کې يې ورسره سپينه کړي “خبریال د خلکو او چارواکو پر څرګندونو خبر جوړوي، هغه که کره او موثق وي، نو سم خبر به نشريږي، او که خراب وي، نو په آوازې پورې تړلی خبر به نشريږي.”
د کندهارولایت د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون عبدالعزیز اکرمي بیا په مناظره کې خلکو ته د شایعاتو او رښتني خبر ترمنځ توپيرونه روښانه کړل.
اکرمي زیاته کړه، شايعاتو، پروپاګند او آوازې د سرچوک خبرو ته ويل کیږي،چې سرچينه او مسول شخص يې معلوم نه وي، خو د کره خبر او واقیعي خبر سرچينه او مسول شخص معلوم وي.
اکرمي څرګنده کړه، چې خبریالان نه بلکې په ډېرو مواردو کې ځينې استخباراتي کړۍ د خلکو د آذهانو د مخشوشولو لپاره له واقیعت څخه لیري خبرونه خپروي، خو ټېنګار يې وکړ، چې رسنۍ بايد د خلکو د باور په موخه دا دول راپورونه خپاره نه کړي ” د شایعاتو د خپرېدو تر شا زیات وخت د مغرضو کړيو او د هیوادونو د استخباراتي کړيو لاس وي، هغوئ غواړې، چې پر اړوند دولتونو فشار راوړي او د ولس په منځ کې يې غير واقیعت لرونکي او پروپاګنده څرګندونې خپروي.”
په کندهار کې مدني فعال محمد ناصر مبارز وويل، چې د شايعاتو او له پروپاګندو د ډکو خبرونود خپرولو له امله د رسنيو مخاطبین پر ټولو رسنيو بې باوره شوي دي.
هغه دا بې باوري د هغه ټلوېزونو، راډيوګانو او چاپي خپرونو له امله بولي، چې د بهرنيانو په مرستو تمويليږي.
دی ټېنګارکوي،چې ترهغه وخته درسنيو خپلواکي ترسوال لاندې ده، ترڅو د اقتصادي ستونزو ونه وزي اوخودکفا شوي نه وي ” افغاني رسنۍ ټوله د اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي او مجبوره دي، چې د بهرنيانو مرستې واخلي او د هغوئ د مرستې په بدل کې داسې پروپاګنده مسایل خپروي، چې د خلکو باور زیانمنوي او بیان آزادۍ له حدودو وتلې وي.”
د واقیعت او پرو پاګندو د درک په موخه د لارو چارو د لټولو په دې مناظره کې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو هم خپل نظرونه څرګند کړل او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې ګڼې پوښتنې حل شوې.
صدیق الله افغان آی ډبلیو پي آر – کندهار

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.