په هیواد کې دسترو پروژو پلي کیدل دجګړو مخه نیسي

Pashto | پښتو

خوستوال وايي،که افغان حکومت په خپل اقتصادي سیاست له سره غور ونکړي اوکاراهل کارته ونه سپاري دا هیواد په خپلو پښو نشي دریدلای.
دغه خبرې په هغه مناظره کې وشوې چې دکب میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د آی ډبلیو پي آر لخوا دخوست ښارپه دوولس سوه فامیلوسیمه کې جوړه شوې وه او شاه وخوا سلو تنوګډنوالو پکې برخه اخیستې وه.
په مناظرې کې دخوست د ګازو او پټرولیم ادارې د کا دیسترعمومي مدیرانجینرسپین ګل،په خوست کې دبریښنا شرکت مرستیال انجینرعالي خان، دخوست ولایتي شورا غړي نوراشاه نوراني اود سیاسي چارو کارپوهه عزیز الله ځلاند برخه اخیستې وه.
دخوست دبریښنا شرکت مرستیال علي خان وویل،دری لویې پیلیدونکې پروژې لکه :ټاپي، کاسا اوټوټاپ به په اقتصادي پیاوړتیا کې ډیرې اغیز منې تمامې شي .
علي خان وویل”ددغو پروژو په پلي کیدو سره به د کال ۵ سوه میلیونه امریکایې ډالره عاید ولرو. د ټاپي څخه به ۱۴سلنه ګاز اودپاتي دوو نوروڅخه به ۶سوه میګاواټه بریښنا په وړیا ډول خلکو ته توزیع شې.”
دخوست د ګازو اوپیټرولیم ریاست دکا دیسترعمومي مدیرانجینر سپین ګل وویل ،چې د دغو پروژو د پلي کیدو سیمو ته حکومت ځانګړی پلان لري.
سپین ګل وویل “دغه پروژې،چې له کومو سیموڅخه تیریږي نو دهغې سیمې د خلکو لپاره به اساسي سړکونه، ښوونځي کلینیکونه او د ژوند نوراساسي اسنتیاوې برابره وي په دې سره به خلک د پروژو په ارزښت پوه او له حکومت سره به لا نیږدې شي.”
دخوست دولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وویل ، چې په هیواد کې زیاتره جنګ جکړې او نورې بدبختۍ د بیوزلۍ له امله دي خلک هم د دغو پروژو پلي کیدو ته شیبې شماري.
نوراني وویل “زه فکر کوم، چې د نورو لسګونو زرو هیوادوالو سربیره به خوستیان هم دیادو پروژو په کار کې مصروف شي او څوک به بیا نورو هیوادونو ته د بې کارۍ له امله نه تښتي.”
نوموړي زیاته کړه، که حکومت سترې پروژې پلي کړي نو ولس به یې پوره ملاتړ وکړي، ځکه ولس دغسې اساسي پروژو ته اړتیا لري، ځکه یو هیواد په همدې پروژو بسیا کیدای شي.
دسیاسي چارو کارپوه عزیز الله ځلاند وویل ، چې د دغو پروژو د ساتنې لپاره باید حکومت په خپلو اړوندو او په ځانګړې ډول امنیتي ادارو کې لوی اصلاحات راولي او کار اهل ته وسپاري.
نوموړي وویل ، که چیرې دغه کار ونشي، نو د افغان حکومت پرځای به ډېره ګټه ګاونډي هیوادونه یوسي.
ځلاند وویل “که افغان حکومت د دغو پروژو پلي کولو کې همداسې کم ظرفیته وي او امنیت تامین نکړي. نو زه فکر کوم، چې ګا ونډي او په ځانګړې ډول پاکستانۍ کمپنۍ به د دغو پروژو د پلي کولو لپاره راوړاندې شي او زیاتره کارکوونکي به یی پاکستانیان وي .”
مناظره کې د قلم مدني ټولنې غړي نظر روښان له عزیز الله ځلاند نه پوښتنه وکړه، چې پاکستان خو په افغانستان کې د داسې سترو پروژو د پلي کیدو په وړاندې خنډونه جوړه وي نو دغه پروژې به د پاکستان هدف ونه ګرځي؟
عزیز الله ځلاند یي په ځواب کې وویل ،چې کاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان کله چې په دې پوه شو، چې دوی په کور د ننه دبریښنا او دګازوله کمښت سره مخامخ دي نو د دغو پروژو پر ژرپلي کیدو یې هوکړه وکړه .
د یادونې وړ ده، چې یادې درې پروژې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، پاکستان او هندوستان هیوادونو ترمنځ په ګډه پلي کیږي، چې شاه وخوا ۹ میلیارده ډالره پانګونه به پکې وشي.

احمدشاه ای ډبلیو، پي، ار- خوست

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Ahmad Shah

Ahmad Shah is an IWPR-trained reporter in Khost province.