وسله وال د هغه پروژو لپاره ګواښ نه دي، چې د پاکستان په ګټه وي

Pashto | پښتو

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د امنیت د خطرناک حالت له امله د لویو بنسټیزو پروژو د نه تطبیق اندېښنې شته، خو چارواکي او کارپوهان وايي، چې دا پروژې به حتمي عملي شي.
دا څرګندونې په کندهار کې د آی ډبليو پي آر له لوري په يوې جوړې شوي مناظرې کې شوي، چې ددغه ولایت د چارواکو ترڅنګ لسګونو نجونو او ځوانانو ګډون پکې کړی وو.
ددې مناظرې موضوع د افغانستان جګړه، د ټاپي، توټاپ او کاسا یکهزار د پروژو د عملې کیدو په اړه وه، چې پکې د کندهار د برېښنا رئیس او په جنوب کې د برېښنا شرکت عمومي مسول سید رسول باقي، د کندهار د پټرولیم او کانونو مرستیال خواجه صفي الله صدیقي او د اقتصاد ی چارو کارپوه انجنیر آغا ولي باران میلمانه وو.
د مناظرې په پیل کې د کندهار د برېښنا رئیس سید رسول باقي خبرې وکړې د کاسا یکهزار پروژې په اړه يې معلومات ورکړل.
ده وويل، یاده پروژه د وارداتي برېښنا په برخه کې ده، چې له مخې به يې له قرغزستان څخه برېښنا تاجکستان او وروسته د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کيږي.
هغه زیاته کړه، له دې برېښنا څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته په پام کې نیول شوې، چې عملي چارې يې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې پیليږي او په دريو کلونو کې بشپړيږي.
د کندهار د برېښنا رئیس څرګنده کړه، چې وسله وال او عام خلک ددې پروژې پر وړاندي خطر نه بلکي د مزو او پايو د ساتنې چاره به ترسره کړي، ځکه د سیمې اوسېدونکې ګټه ترې اخلي ” زه به تاسو ته د هلمند د کجکي د برېښنا د بند مثال ووایم، تېر کال دغه لین تر دوه زره ځله اضافه پرچاوشو او ۱۳۰ ځله يې لین پرې او پايې ونړېدلې، خو موږ په ټوله کې يوازې دوه ځله حس کړه، چې دا کار طالبانو کړی، خو دا غوښتنې يې په وار – وار کولې، چې د برېښنا سهمیه يې باید ډېره شي.”
د کندهار د برېښنا رئيس د جوړې شوي مناظرې پر مهال په ټېنګار وویل، چې دوی مخالفین درک کړي او ان په ځينو مواردو کې يې دا ډول پروژو ملاتړ کړی.
په کندهار کې د پټرولیم او کانونو ریاست مرستیال خواجه صفي الله صدیقي بیا په مناظره کې د ټاپې د پروژې د تطبیق او ګټو په اړه يې معلومات ورکړل.
ده وویل، دغه پروژه د ګاز د انرژۍ له سترو پروژو څخه ده، چې له مخې يې د نل ليکې په واسطه د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدول کيږي.
دده په وینا، چې دغه نل لیکه د افغانستان د څلورو ولایتونو هرات، فراه، هلنمد او کندهار څخه په ۷۵۳ کېلو متره کې تېرېږي او هر کال افغانستان ته د ټرانزیټ له اړخه ۵۰۰ میليونه ډالره ګټه رسيږي.
صدیقي د هغو ګواښونه په جواب کې، چې ګواکي ناامني به ددې پروژې خنډ شې وويل، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلو هېوادونو ته هم له همدې لارې ګټه رسيږي ” پاکستان او هند ددې پروژې اصلي ګټه اخستونکې هیوادونو دي، نو د ټاپي پروژې د تطبیق ترڅنګ د نل لیکې ساتنه د هغوئ ضرورت او مسولیت دی، دا هیوادونه هيڅکله خپلې ګټې نه زیانمنوي، نو زه باور لرم، چې په دې برخه کې کومه ستونزه نه شته.”
د اقتصادي چارو کارپوه انجنیر آغا ولي باراني بیا ټېنګار وکړ، چې د بنسټیزو او لويو پروژو د تطبیق لپاره امنیت لومړنی شرط ګڼل کيږي.
هغه ځينو مواردو ته په کتو ددې پروژو د پر وخت پيل او تطبیق ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، چې افغان حکومت ممکن ددې پروژو د عملي کېدو وړتيا ونه لري.
باراني په ورته وخت کې دغه پروژه د هند او پاکستان ترمنځ، چې اوس په جنجالي سیاستونو بوخت دي مهمه وګڼله او وړاندوينه يې وکړه، چې دا دوه هېوادونه به د خپلې سیاسي لوبې او ګټې په خاطر د ټاپې پروژې د مخنیوي اقدام ونه کړي ” دلته پلې کېدونکې پروژې تر موږ زیات ګاونډيو هېوادونو ته ګټوري دي، نو دا هیوادونه، تر یوه ځایه د افغانستان په امنيتي حالت کې هم ښکېل دي، چې پاکستان او هند هم پکې شامل دي، زه فکر کوم، چې دا هیوادونه به د خپل سیاسې موخې او ګټې لپاره ددې پروژې مخنیوی نه کوي.”
ددې مناظرې پر مهال ګډوانوالو ددې لويو پروژو د تطبیق په اړه خوښ وو، خو اندېښنه يې دا وه، چې ممکن د هیوادونو په منځ کې سیاسي مخالفتونه او جنجالونه دا پروژې له ستونزو سره مخ کړي.
صدیق الله افغان – آی – ډبلیو پي ار – کندهار

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.