د سولې په راوستوکې ددیني علماوو، قومي مشرانو اوښځو ونډه اړېنه ده

Pashto | پښتو

دسولې عالي شورای تیرپنځه کلن شالید ته په کتو، دیادې شورای نوی مشر او ورسره نورغړي به په دې وتوانیږي ترڅو جنګ ځپلو هیوادوالوته سوله ټینګه کړي؟.
پورتنۍ پوښتنه په هغه مناظره کې وشوه،چې دوري میاشتې په اتمه د(آی، ډبلیو، پي آر) لخوا دلوګر ولایت په مرکزپل علم کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغونډو په تالارکې جوړه شوه.
په مناظره کې دمیلمنوپه توګه :دلوګر دولایتي شورا غړي محمد ناصرغیرت، ددې ولایت دسولې شورا مشرمولوي اسدالله حنیف،مدني فعالې شیما زرګر اوخبریال نورالله ستانکزي برخه اخیستې وه.
دلوګر دولایتي شورای غړي محمدناصرغیرت وویل، چې د سولې عالي شورای او په ولایتونو کې د همدې شورا ولایتي کمیسیونونه په دې نه دي توانیدلي ترڅو د دولت له وسلوالو مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې په اړه مخامخ خبرې وکړي او یاهم هغوی ته د سولې په اړه بلنه ورکړي.
غیرت وویل ،چې د سولې په شوراکې د ضوابطو پرځای روابط حاکم دي او کوم خلک چې په دغه شورا کې کارکوي، د ډالري معاش اخیستو پرته د سولې را وستو په برخه کې اغیزمنې کړنې نه لري.
نوموړي زیاته کړه”دسولې په شورا کې قومي مشرانو او دیني علماووته چې له حکومت اووسلوالو مخالفینوسره ناسته ولاړه لري ونډه نده ورکړل شوې، یوازې هغه کسان ګومارل شوي چې واسطه لرونکي دي او د سولې شورا یوازې په لوګر کې نه بلکې په ټول هیواد کې یوه ناکامه پروسه ده.”
مدني فعالې شیما زرګر وویل،چې یواځې دسولې عالي شورا نشي کولای په هیواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او سوله راولي.
نوموړي دسولې راوستو په برخه کې دټولوافغانانو دشتون ترڅنګ د دیني علماوو، قومي مخورو او ښځو ګډون اړین وباله او زیاته یې کړه” دسولې عالي شورا د میلونونو ډالرو په لګولو، له طالبانو سره په بیلابیلو هیوادونو کې لیده کاته ترسره کړي خو بیاهم سوله رانغله.”
زرګر دسولې راوستو په اړه د سیمه ایزو شوراګانو او دو دیزو جرګو جوړولو ترڅنګ د هیواد په کچه په ښځو سربیره له ټولو افغانانو څخه د یوې ټولپوښتنې په ترسره کولو ټینګار وکړ.
خبریال نورالله ستانکزي هم زرګرې ته ورته خبرې وکړې زیاته یې کړه، ترهغو چې ټول افغانان او عام وګړي سره یو موټۍ نشي د سولې شورا په یوازې توګه نشي کولای په هیواد کې سوله ټینګه کړي.
ستانکزي دسولې عالي شورای د نوي مشر پیرسید احمد ګیلاني په ګومارل کیدو د سولې روان بهیر ګړندي توب ته هیله من دی وایي چې یاد مشر په تیرو کورنیو تنظیمي جګړو کې ترډیره ښکیل نه ووپاتې شوی، نو دده په اند کولای شي چې د سولې تګلاره په اغیزمنه توګه پرمخ یوسي.
خودلوګردسولې ولایتي کمیسیون مشر مولوي اسدالله حنیف دولایتي شورای وکیلانو ترڅنګ د مدني ټولنو دغړو خبرې بې بنسټه بولي او په دې برخه کې د خپلو کړنو خبر ورکوي.
هغه وویل ،چې دسولې ولایتي کمیسیون او په ټولو کې د سولې عالي شورا په تیرو پنځو کلونو کې ترډیره خپل مسؤلیت د خلکو پروړاندې ترسره کړی دی.
دیادولو ده،چې برخه والو د داډول مناظرو جوړول د سولې راوستو او دوي ته دعامه پوهاوي په برخه کې اړین وبللې.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Noor Ahmad Stanakzai

.نوراحمد ستانکزی دلوګر پوهنتون محصل دآی دپلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال