سولې روانې هلې ځلې به هم مثبتې پايلې ونه لري

Pashto | پښتو

دچاروڅيړونکي وايي، دسولې په روان بهيرکې دافغان حکومت دواحدې سياسي ارادې اودبې پرې اشخاصونشتون په افغانستان کې جګړه توده ساتلې ده.
داڅرګندونې په هغه مناظرې کې وشوې،چې په ننګرهارپوهنتون کې دوري په نهمه د(آی ډبلیو پي آر) لخوا جوړه او نږدې سلو تنو پکې برخه اخیستې وه .
مناظرې ته دننګرهارپوهنتون رئيس ببرک مياخيل،دیا ولايت دمقام فرهنګي اوحقوقي سلاکاراکبرشير، دسياسي چارو کارپوه اودننګرهارپوهنتون استاد منګل شيرزاد، اومدني فعال خالد ضياء د ميلمنو په توګه وربلل شوي وو.
دپوهنتون رئيس ببرک مياخيل وويل، افغانستان به هلته سولې ته ورسيږي، چې روانې هلې ځلې ولسي بنسټ پيدا کړي او دامعلومه شي چې سوله له چا سره او د څه لپاره کيږي.
هغه وويل “کله چې موږ دسولې ميکانيزم ته راځو نو سوله بايد يو ولسي بنسټ ولري، په ولس کې داسې خلک راپيدا شي چې د مقابل لوري باور او اعتماد له ځانه سره ولري.”
مياخيل زياته کړه، بهرني هيوادونه دسولې پرعالي شورا زياته اغيزه لري، چې له امله يې دغې شورا ديوې پروژې په څيرعمل کړی دی.
خومنګل شېرزاد بيا دسولې د راوستو پر وړاندې لوی خنډ په نظام کې ښکيلې لويې مافيايي کړۍ يادوي، چې په باور يې په جګړه کې خپلې ګټې وينې.
شيرزاد وويل “په افغانستان کې يوشمیر کړۍ اومافيا یی ډلې دي چې که چېرته سوله راځي، هلته بيا دقانون واکمني رامنځته کيږي او په دې سره د دوي ګټې له خطر سره مخ کيږي نو دوي نه پريږدي افغانستان سولې ته ورسيږي. دا مافيایی ډلې د وزيرانو په کچه دي ، د جمهور رئيس په ماحول کې شته دي. نن هر څوک په دې پوهيږي چې همدې مافيا په نظام منلې،چې غوښتنې يې ومنل شي.”
دغه رازشيرزاد ، افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه،چې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په بهير کې د پاکستان لاسونه لنډ کړي. ”
هغه وويل افغان حکومت ته په کاردي امريکا په دې قانع کړي چې د پاکستان له حمايت نه لاس واخلي، له مخالفو وسله والو طالبانو سره په مخامخ ډول د خبرو ميز ته کيني. دده په باور طالبان هم نه غواړي دپاکستان دغلطو سياستونولاندې نورله افغان حکومت سره سوله وکړي نوځکه يې له دغه هېواده لېرې په قطر کې خپل دفتر پرانيست.
د ولايت سلاکار اکبر شيرهم مني، چې د سولې په تړاو په افغان حکومت کې د يومناسب میکانیزم نشتون په افغانستان کې جګړه روانه ساتلې ده.
خوهغه دسولې په تړاو دافغان ولسمشر روانې ځلې ګټورې وبللې او وې يل، چې ولسمشر غني هڅه کوي ترڅو افغانستان تلپاتې سولې ته ورسيږي.
دیادولوده ،چې دامريکا، چين، افغانستان او پاکستان د څلوراړخيزو خبرو په څلورمه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د روان کال د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او وسله‌ والو طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي، خو طالبانو په دې خبرو کې له ګډون نه ډډه وکړه او د تير په څير يې د دغو خبرو د پيل لپاره پر خپلو پخوانيو شرطونو ټينګار وکړ.
خو اسلامي حزب د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د ګډون بلنه ومنله او يو درې کسيزه پلاوي يې کابل ته واستوه چې دا مهال د سولې له عالي شورا سره په خبرو اترو بوخت دي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Ezatullah Niazai

Ezatullah Niazi is a student at Nangarhar University and an IWPR trainee reporter.