دسولې دعالي شورا نوې رهبري هم سوله نشي راوستلای

Pashto | پښتو

زابلیان وايي،چې افغان ولس ځکه پرافغان مشرانوخپل باورله لاسه ورکړی ،چې دوي دملي ګټو پرځای خپلو شخصي ګټو ته ژمن پاتې شوي .
یادې خبرې په هغه مناظره کې وشوې،چې د(آی ډبليو پي ار) له لوري دروان لمریزکال دوري په نهمه دزابل ولايت دميزانې ولسوالۍ دغونډوپه تالارکې جوړه شوې وه،چې نږدې اتیاتنو سپینږیرو، ځوانانو اومدنی فعالانو پکې برخه درلوده .
مناظرې ته دمیلمنوپه توګه :دميزانې ولسوالۍ قومي مشرعبدالکبيراقبالي،دیادې ولسوالۍ ولسوال اميرجان بوستان، مدني فعال عبدالقادرکريمي، او ولسي مشربسم الله ور بلل شوي وو .
دميزانې ولسوالۍ قومي مشرعبدالکبيراقبالي وويل: له طالبانوسره دبيا خبروپيليدل دومره مهم نه دي او نه هم اوسنۍ دسولې رهبري کولاي شي، چې بې پرې اوبې طرفه منځګړيتوب وکړي.
اقبالي ټينګاروکړ، که چيري دسولې راوستو ته رښتينی هوډ اوسالمه اراده رامنځته نشي همدا حالت به دوام وکړي.
دميزانې ولسوالۍ ولسوال اميرجان بوستان وويل ،دسولې شورای ته نه ښايي ،چې په دې غريب ملک کې دې دومره زيات لګښتونه وکړي،چې لګښتونه يي هم بې نتيجې دي اوټولې پيسې شخصي جيبونو ته ځي.
مدني فعال عبدالقادرکريمي وويل، له وسله والوطالبانو سره دسولې دراتلواونه راتلوعلتونه اوس ټولې نړۍ ته روښانه دي افغانان يي هسي بوخت ساتلي.
کريمي ټينګار وکړ، دسولې په برخه کې هيڅ صادقانه ګامونه نه دي اخستل شوي، حال دا،چې دجګړې ټول اړخونه مالوم دي.
کريمي وویل ” دسولې دعالي شورا اوسني مشر پيرسيداحمد ګيلاني ددې توان نه لري ،چې دطالبانو او دولت ترمنځ دې روغه جوړه وکړي ځکه دافغانستان جګړه بهرنۍ جګړه ده او پای ته رسول يې هم د بهرنيانوکاردی.”
ولسي مشربسم الله وايي ،افغان ولس نن تربل هرچا په خپلو مشرانوبې باوره شوی دی ځکه ،چې افغان مشرانو هروخت دخپلو شخصي ګټو له پاره ملي ګټې زيانمنې کړې دي.
بسم الله وويل”که په رښتيا سره نړيواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوي،نودجنګ ښکیلې غاړې دسولې خبروته کښينوي،له جګړې پرته نوري لارې هم شته ،چې بهرنيان په افغانستان کي پاتي شي او نظامي شتون ولري، اوسني حالت خو هيڅ افغان ته دمنلو نه دي.”
ديادولو وړده، چې (آی ډبليو پي ار) دعامه پوهاوي په موخه په زابل ولایت کې له دې وړاندې هم ورته مناظرې ترسره کړې دي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Musa Khan Zabulai

موسي خان " زابلي " اي ډبليو پي ار -زابل