کندهار کې بې نصابه مدرسو او نه نظارت د جګړې دوام ته زمينه برابره کړې

Pashto | پښتو

په کندهارکې ترنوروولایتونو زیات ديني مدرسې او د ديني زده کړو مرکزونه شته، خو د یوه مناسب نصاب د نشتوالي او د دولتي نظارت نشتوالی يې لامل شوی، چې یاد ځایونه د جګړې د دوام لامل شي.
دغه څرګندوني په هغه مناظره کې وشوې، چې د آی ډبلیو پي آر لخوا په سولې باندې ددیني مدرسو او جوماتونو دنه ثبت داغیز ترعنوان لاندې د کندهار پریس کلب د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.
په دې مناظره کې دکندهاردسولې د ولايتي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر ساطع، د کندهار د حج او اوقاف مرستیال حاجي نوراغا او د سولې ږغ کاروان غړي او سیاسي کارپوه احمدشاه سپر په ګډون د کندهار ښار او ولسوالیو تر سلو زیاتو ښځو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د کندهار د حج او اوقاف مرستیال نوراغا وویل، چې د دولتي ښوونځيو پرته تر ۳۰۰ زیاتي ښوونځي په کندهار کې فعالیت لري، چې ځېنې يې د فیس په مقابل کې زده کړي ورکوي او ځينې يې بیا د سوداګرو او تجارانو په مرسته وړیا فعالیتونه لري.
دده په وینا، چې نژدې ۴۰ درالاالحفاظونه یا د قرانکریم د یادولو مرکزونه اوهمداشان ۲۵ داهل تشیع هېوادوالو د ديني زده کړو مرکزونه شته، چې دوی راجستر کړي.
د حج او اوقاف ریاست دغه مامور زیاتوي، چې د کندهار په ۱۲۰۰ مسجدونو او ۴۲۰ جامع ګانو کې د حجرې په کچه ملا امامان د سیمې ماشومانو او طالب العمان ته ديني زده کړې ورکوي.
هغه ومنل، چې وړاندې نه یوازې دغه مرکزونه راجستر نه وه، بلکې د مالي سرچینو او تمویل منابع يې معلوم شوي نه وې : ” موږ له تېرو دريو میاشتو په موده کې د ټولو مدرسو او مسجدونو په ثبتولو وتوانېدو، مالې سرچينې مو معلومې کړي او د څار پر مهال مو ځينې لارښوونې ورته کړي.”
که څه هم پر ديني مدرسو او پر ځينو مسجدونو کي د زده کړي پر مهال انتقاد شته، چې مالي سرچينې يې له ګاونډيو هیوادونو تمویليږي او په مقابل کې يې طالب العمان د دولت ضد کړنو ته هڅول کيږي، خو دحج او اوقاف ریاست ددغه مسول په وینا، چې د څار پرمهال يې داسې څه نه دي موندلي.
د حج او اوقاف مرستیال د خپلو کارونو په وړاندې د ځينو خنډونه یادونه هم وکړه : ” د مدرسو ځينې مسولين د خپلو ديني مدرسو له ثبتولو فرار کوي، ان تر دې، چې ځينې يې زوراکي او موږ ته د نظارت حق نه راکوي، که دولت زیاته پاملرنه وکړي، نو د واسطې خبرې به نه مطرح کيږي.”
د کندهار د سولې د دارلانشا مشر محمد عمر ساطع د خبرو پر مهال مذهبي او ديني امور د افراطیت او ترهګرۍ څخه د ګټې اخستنې لومړنۍ لارې وبللې.
هغه ګاونډي هیواد پاکستان ته اشاره وکړه، چې د ترهګرۍ د پیاوړتيا او په افغانستان کې يې د جګړې د دوام لپاره زرګونه مدرسې جوړې کړي او بیا يې د ځانمرګو او وسله والو په جامه کې افغانستان ته رالېږي.
دده په خبره،چې پاکستان غواړې په افغانستان کې هم فعالې مدرسې هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغه پر افغان حکومت ږغ وکړ، چې په افغانستان کې د مدرسو د شمېر د زیاتوالي ترڅنګ د هغوئ لپاره ځانګړي جوړ کړې او قوي نظارت يې وکړي ” موږ د سولې لپاره په کړو هڅو کې موندلې، چې د جګړې د سون توکې له همدې مدرسو برابريږي، نو ددغه مدرسو ثبتول او د عصري علومو د ښوونځيو به څېر منظم نصاب برابرول حتمي دي.”
د سولې د عالي شورا د غه ولایتي استازې وویل، چې اداره يې له حکومت سره په دې برخه کې مرستې چمتو دي.
د سیاسي چارو کارپوه او سولې ږغ کاروان غړي احمدشاه سپر په دې مناظره کې وویل، چې زیات وختونه ځېنې هیوادونه او مخالې وسله والې ډلې له همدې غیر راجستر او بې کنټروله مدرسو خپلې لیکي پیاوړي کوي.
هغه زیاته کړه، چې غير ثبت شويو ښوونځيو عام ذهنیت هم په بې ځایه مذهبي خرافاتو اخته کړي.
د سپر وړاندیز دا وو، چې په دیني مدرسو کې باید د منظم نصاب تدریس شې، حکومت يې وڅاري : “اوس موږ هم دين او هم دنیا ته اړتیا لرو، یعني باید په د دیني زده کړو سره د عصري زده کړي هم په نصاب کې يو ځای کړو.”
په کور دننه کې د ديني مدرسو زیاتوالی او لویو – لویو ديني مرکزونو جوړول د ښاغلي سپر هغه غوښتنه وه، چې په وینا يې د جګړې د مخنيوي او دسولې هڅي بریالۍ کولای شي.
هغه پر حکومت نیوکه وکړه، چې د دیني زده کړو د ورکولو په برخه کې د ظرفیتونو د شتون سره – سره يې دا ګاام نه دی اخیستی ” دلته تکړه او پیاوړي مدرسین او مولویان شته، خو بیا هم ځوانان مجبوريږي، چې پاکستان ته په ديني زده کړوپسي ولاړ شي،خو له هغه ځایه يې د وطن پر ضد پارولی را استوي.”
احمد شاه سپر په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې د ټولو مدرسو مالي تمويل کوونکي باید معلوم شي او جدي تعقیب يې وشي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.