دسولې عالي شورا دې دسولې لپاره نوې ستراتېژي جوړه کړي

Pashto | پښتو

په پکتيا ولايت کې دسولې دستراتيژۍ په اړه مناظره وشوه، چې ددې ولايت يو شمېر محصلينو، ځوانانو، مشرانو او ښځينه و پکې برخه اخيستې وه .
دغه مناظره ای ډبليو پي ار له خوا جوړه شوې وه، چې دپکتيا پوهنتون په تالار کې ترسره شوه. دنږدې سل تنو ګډونوالو اسربیره پنځو تنو مېلمنو پکې برخه اخيستې وه، چې يو ساعت ېې دوام وکړ.
په مناظره کې دسولې پر وړاندې ولاړ خنډونه، په کابل کې دسولې دستراتېژۍ دکنفرانس په پايلو او سولې ته درسېدو په لارو چارو باندې خبرې وشوې .
حميد الله حسنيار د پکتيا ولایت د سولې شورا د دارلانشا ريس او د کابل کنفرانس يو تن ګډونوال وويل :هغه وړانديزونه چې د ثور په مياشت کې د سولې او جګړې په اړه د خبرو ورکولو د انستيتيوت له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې د دولت ته شوي وو، د د سولې د عالي شورا له خوا پرې کارو روان دی، موږ د سولې شورا له پاره نوې ستراتيژي جوړوو، له مدني ټولنو او نورو د نظر خاوندانو سره په اړيکه کې يو، له دوی لازمې مشورې اخیستل کيږي.
نوموړي وويل په دې کانفرانس کې يوه غوښتنه د دارالفتا وه چې په دې برخه کې دسولې شورا دټولو ولايتونو څخه دعلماو يوه ګډه ناسته رابلي او بيا به ديادې ادارې دجوړېدو په اړه به ورسره خبرې وشي .
حسنيار داهم وويل چې د نوې ستراتيژې د جوړښت او پلي کيدو له وخته د سولې عالی شورا د ډيرو غړو دندې ځنډول شوې، په ښوونځيو کې د سولي د مضومون په اړه کار دوام لري، د دارلافتا د يو مرکز د جوړيدو له پاره په ټول هيواد کې د علماوو د يوې واحدې سترې شورا له پاره هڅې دوام لري.
دپکتيادوالي وياندنقيب احمد اتل وويل په لومړي سر کې د سولې عالي شورا يو پروژه وه، تعهد او عمل يې نه درلود، هيڅ يې نه دي کړي، پخواني دولت ځينې کسان د سولې په شورا کې بوخت ساتلي وو. مګر اوس نوی حکومت امکانات محدود کړي.
نوموړي وويل دولت د سولې په اړه واحد دريځ لري ، وايي که څوک سوله کوي زموږ غيږ ورته خلاصه ده، اوسنی دولت د سولې په اړه ډيرې لاسته راوړنې لري، دبيلګې په ډول نړيوالې ټولنې ( چين ) د افغانستان د سولې له بهير سره دلچسپي ښودلې، له حکمتيار سره د جوړجاړي بهير نهايي شوی او د سولې په اړه د دولت دريځ څرګند او پريکنده ده.
اتل وويل اوس بايد دسولې لپاره يوه نوې او په معيارو برابره کړنلاره او ستارتيژي جوړه شي تر څو په کمو مادي امکاناتو باندې ډير کار وکړي .
په منظره کې تر ډيره بريده ګډونوالو دسولې شورا تېرې لاس ته راوړنې کمې وبللې او ځينو ېې دلغوه کېدو خبره هم وکړه.
قومي مشر او د سياسي چارو څيړونکی محمد ظاهر اورياخيل وايي زه په خوا په پکتيا کې د سولې شورا غړی وم، زما په وخت کې يوازې دوه نفره شورا ته راغلل او ځان يې د مخالف په نوم له سولې شورا سره يو ځای کړ، اصلي طالبان شورا ته نه راځي، بيا تر اوسه څه لاسته راوړنه نه لرو.
دی وايي زما په نظر د سولې عالي شورا د وخت او پيسو ضایع کول دي، کومې پيسې چې د سولې شورا باندې مصرف کيږي او يا وشو که دا په ملي اردو ، پوهنتونو او په نورو عالم المنفعه پروژو مصرف شوې وای ډيره ګټه به ېې کړې وای.
دده په خبره که د ستونزې د حل له پاره د ټول هيواد او اسلامي نړۍ د علماوو په يوه مشترکې غونډې رابللو ټينګار وکړ تر څو د روانې جګړې د روا والي او نارواوالي په اړه فتوا صادره کړي.
عبدالمتين جليلي د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد وويل :دسولې شورا غړ و ترکيب تر سوال لاندې دي، د سولې شورا بايد د دولت له چوکاټ نه بهر شي او د راتلونکو څو کالو له پاره په افغانستان کې سوله ممکنه نه ده.
نوموړی وايي که بهرنیان ټول ځواکونه له هيواده ووځي نو سوله به راشي. افغانستان لکه د سويس هيواد په څير د ملګرو ملتو له خوا بايد بې طرفه اعلان شي.
دی وايي دافغانستان په سوله کې يو مثلث موجود دی چې ټولې خواوې ېې بايد په انډول کې وساتل شي او دا انډول ساتل ډير سخت کار دی .
دده په خبره په دې انډول کې په خپله افغانان، ګاونډي هيوادونه او امريکا ده چې لومړی بايد دټولو ګټې خوندي شي او بيا وروسته سوله وکړي .
جليلي وويل هغه هيوادونه چې اوس دسولې دخبرو ملاتړ کوي او يا په عمل کې کار کوي دوی هم بلاعوضه سوله نه کوي بلکې خپلې ګټې په نظر کې نيسي .
دی وايي دچين هيواد چې اوس مهال دسولې ملاتړ کوي موخه ېې داده چې ددې هيواد په سينکانګ ايالت کې دمسلمانان دپاڅون څخه ويره لري او هسې نه چې ددې ايالت بيلتون غوښتونکي له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي .
په پکتيا ولايت کې د سولې شورا د عامه اړيکو مسوول محمد خان ريحان وويل :موږ په نوې ستراتيږي کار کو، هغه وړانديزونه چې د سولې انستيتيوت له خوا شوي د سولې شورا پرې کار کوي، چې کار يې هم دنوې ستراتيژي جوړول دي.
نوموړی وايي لومړۍ مرحله يې ازمايښتي ده او درې کاله به دوام وکړي او دويمه مرحله يې بيا تر پنځو کالو پورې دوام کوي، موږ اوميدواره يو چې د نوې ستراتيژ په پلي کيدو سره به د سولې په برخه کې لاسته راوړنې ولرو.
دی وايي زموږ دنده يوازې له مخالفینو سره سوله نه بلکې ټولې هغه ستونزې چې په ولسواليو او کليو بانډو کې رامنځ ته کيږي موږ يې حل کو تر اوسه مو په لسګونه ډيرې پخوانۍ قومي دعوې حل کړې دي.
ريحان وايي هغه څوک چې دسولې شورا په کړنو نيوکه او يا هم وړانديزونه لري زمونږ دفتر ته دې راشي مونږ ددوی وړانديزونه منو او دقدر په سترګه ورته ګورو .
په پای کې دمناظرې زيات شمېر ګډونوالو نظر ورکړ،چې دسولې عالي شوراستراتېژي دې نوې شي، دارلفتاوه دې جوړه شي، دسولې عالي شورا دغړو په تغير دې فکر وشي چې له دې سره کيدای شي ديادې شورا په کارونو کې ښه والی راشي .
دمناظرې ګډونوالو داډول مناظرې ګټورې وبللې او دسولې او جنګ راپور ورکونې ادارې ای ډبليو پي ار څخه ېې مننه وکړه، چې دوی ته ېې ددې زمينه برابره کړه،چې دسولې په اړه خپل نظريات سره شريک کړي .

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sahil Mangal

ساحل منګل آی ډبيلو پي ار پکتيا