دسولې شورا یوشمیر وړاندیزونه حکومت منلي دي

Pashto | پښتو

دلغمان ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ په ریاست کې دسولې اوجګړې د راپورورکولو انستیتوت له خوا دوږي میاشتې په ۲مه (دافغان دولت دسولې ستراتیژي) ترعنوان لاندې مناظره ترسره شوه ،چې له سلو زیاتو ځوانانو او مدني فعالانوپکې ګډون کړی وه.
په دغه مناظره کې دلغمان ولایت دمقام په استازولۍ داطلاعاتو اوفرهنګ رییس فیضان الله پټان، دسولې شورا غړي عبدالغفور خمیني،قومي مشرالحاج شیرین اغا، دسیاسي احزابو داتحادیی مشرقاري عبدلاحد عتید دیاد بحث دمیلمینوپه توګه دګډونوالو پوښتنو ځوابونه وویل .
دسولې شورا غړي عبدالغفورخمیني وویل،چې دولت یی ځینې وړاندیزونه منلي خوځينې نوریی بیا له پامه غورځول شوي دي هغه همداډول دیادې شورا له خوا دیوشمیر ټولګټو پروژودتطبیق يادونه هم وکړه چې په ځينو سیموکې رغول شوي دي.
خمیني وویل ” دولت ته مو په انکشافي برخوکې د یوشمیر ټولنیزو پروژو لکه مکتب ، سرک ، اوکلینیک جوړولو وړاندیزونه کړي وه چې دولت هم ترډيره حده عملي کړي دي ، ددې ترڅنګ زمونږ دهڅو په نتیجه کې تراوسه په لس ګونومخالفین دسولې له پروسې سره یوځای شوي دي اوخپلې سلاح یی په ځمکه ایښي”
خمیني زیاته کړه، چې نژدې پنځه میاشتې کیږي چې شورا منظمې غونډې ندي نیولې ” مخکې به مو په هره میاشت کې دشورا پنځه ویشت غړو دوه غونډې درلودې ، خوداپنځه میاشتې شوې چې زمونږ کارونه په ټپه ولاړدي یواځې دشورا درې تنه اداري غړي سره راغونډيږي او دشورا پاتې غړودندې ځنډیدلي دي” .
داطلاعاتواوفرهنګ رئیس پټان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دولت دسولې لپاره کوم ستراتیژیک پلان لري او کنه ؟ وویل چې دولت دسولې لپاره په پلان کارکوي او پدې برخه کې یی تل هڅې کړي دي چې دسولې شورا جوړیدل هم ددغه هڅو ښکاره بیلګه ده کومه چې دپخواني ولسمشر حامدکرزي له لوري دسولې اوپخلاینې په موخه جوړه شوه . ددې ترڅنګ ولسمشر محمداشرف غني هم دخپل کارپه لومړۍ ورځ دسولې په لاره کې دجدې ګامونو پورته کولو وعده وکړه ، هغه همدارنګه دنړۍ اوسیمې دعلما هغه کنفرانس ته چې په کابل کې جوړشوی وه هم اشاره وکړه په کوم کې چې په هیواد کې روانه جګړه حرامه بلل شوې وه .
نوموړي وویل دولت نه یوازې داچې دسولې شورا له لارې اجتماعي فعالیتونو کوي ترڅنګ یی پرمختیایی برخې ته هم پوره پاملرنه کړې او هغه سیموکې چې جګړځپلې وي دیادې شورا په وسیله ځینې ټولګټې پروژې سرته رسوي .
هغه داسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیارسره دسولې وروستۍ خبرې ددولت دجدي هڅو نتیجه ګڼي او هیله یی څرګنده کړه چې دغه خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي .
دګوندونوداتحادیی مشرعبدالاحد عتید بیا ټینګارکاوه چې دجګړې دواړې خواووې باید دخپلو یوشمیر غوښتنو څخه تیرشي ترڅو دسولې دمذاکراتو لپاره لارهواره شي هغه په سوله کې دسیمې یوشمیر هیوادونو دښکیلتیا خبره وکړه او زیاته یی کړه لکه څنګه چې په جګړه دسیمې ځینې هیوادونه خپلې ګټې ویني په همدې ډول په سوله کې خپلې ګټې په خطر کې وینې نو ځکه په دې لارکې خنډونه پیداکوي .
دسولې شوراغړي خمیني بیا دمخالفینو په لیکو کې دکم عمره کسانو دشتون خبره کوي اوزیاتوي چې دوی دجهاد په نوم غولول شوي دي، ددوی فکرونه اړول کیږي او له دوی څخه غلطه ګټه پورته کیږي . نوموړي له ځوانانو وغوښتل ترڅو دعامه پوهاوي له لارې دجګړې پرضد خپل غږپورته کړي ، هغه سوله دټول ولس په ګټه وبلله .
دغونډې یوتن ګډونوال مطیع الله پتیال بیا دسولې شورا په کړنو نیوکه کوله او دهغوی کارونه یی ولس ته دقناعت وړ ونه بلل، هغه وویل چې دیادې شوراغړي ښه امتیازات اخلي خو کارونه یی په نشتون حساب دي هغه په چارواکو نیوکه کوله چې له ځوانانو څخه یوازې شخصي ګټه پورته کوي.
دیادونې وړده ای ،ډبلیو، پي ، ار له دې وړاندې هم په لغمان ولایت کې داډول غونډې ترسره کړي دي چې ګډونوال چې دعامه پوهاوي لپاره ډيرې ګټورې بولې او په راتلونکي کې هم دداډول نورو ګټورو غونډو دترسرو کیدو غوښتنه کوي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Abdulrahman Alkozai

عبدالرحمن الکوزی – آي-‌ ډبلیو- پي – آر- لغمان