د سولې لپاره د منظمې ستراتيژۍ ترڅنګ د وړکسانو پرګمارني ټينګار

Pashto | پښتو

په کندهار کې د سولې د راتګ لپاره د يوې منظمي ستراتيژۍ ترڅنګ د منځګړو او وړ کسانو پر ګمارني ټينګار وشو، خو د سولې د عالي شورا اوسنی تشکیل يې ناسم وباله.
دا څرګندونې په کندهار کې د ای ډبلیو پي ار لخوا د سولې د جوړ شوي کنفرانس پر مهال د وړاندې شوي ستراتيژۍ د عملي کېدو د ارزوني په مناظره کې وشوې.
د کابل د سولې په نوښتګر کنفرانس کې، چي د روان کال د غوايي میاشتي پر ۲۷ او ۲۸ مه نېټو د کابل په انټرکانتینیتال هوټل کې جوړ شوی وو، ۷۰ کسان پکې رابلل شوي وه، چي پکې د حکومت لوړپوړي چارواکي، مذهبي رهبران، د بېلا – بېلو ولایتونو مدني فعالان او د الازهر پوهنتون ديني عالمانو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو شپږ وړاندیزونه درلودل، چې له دولت څخه د یوې واحدې ستراتيژۍ طرحه جوړول، د سولې کوونکو اشخاصو ته د تصمیم نیولو حق ورکول، د ښځو او ځوانانو د ونډي زیاتوالی، د سولې تر عنوان لاندې د نصاب تدریس، د باندنۍ مداخلې لپاره د کاري پلان جوړول او د ټولو دیني مدرسو او جوماتونو کنټرول پکې شامل وه.
په مناظره کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک، د ولايتي شورا غړي سید احمد سېلاب، د کابل د سولې د کنفرانس ګډونوال او د سولې د ولايتي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر ساطع او سیاسي کارپوه احمد شاه سپر د مېلمنو او تر سلو زیات د کندهار ښار او ولسواليو نارینه او ښځینه اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
د کندهار د سولې شورا د دالارنشا مشرمحمد عمر ساطع وویل، چې د سولې عالي شورا تازه د افغان سولې او مذاکراتو لپاره نوې پنځه کلن ستراتيژي جوړه کړې او د ای ډبلیو پې ار وړاندیزونه يې پکې درج کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې دا ستراتيژۍ د کابل د کنفرانس د وړاندیزونو له امله خورا قوي او غني شوې او د نوي تشکیلاتو د رامنځته کېدو سره سم د همدې وړاندیزونو پر بنسټ د دولت د سولې له ستراتيژۍ څخه نيمګړتياوي او ستونزي لیري شوي دي.
دده په خبره، چې د همدې ستراتيژۍ له مخې موثر لرونکي اشخاص ګمارل کیږي، ترڅو د مخالفینو سره د خبرو ترڅنګ د تصمیم نیولو صلاحیت هم ولري.
ساطع ومنل، چې د کابل کنفرانس هغه وړاندیز لا هم عملی شوی نه دی، چې په ښوونځيو د ځانګړي نصاب په مورد کې شوی وو : ” موږ دومره کړي، چې دا وړاندیزد پوهنې وزارت ته وسپارو، هغوئ هم ژمنه کړې او کله، چې موږ تعقیب کړې راته ویل شوي، چې کار پر روان دی.”
د کندهار د ولایتي شورا غړي سید احمد سېلاب په مناظره کې ټينګار وکړ، چې د سولې لپاره باید تر ستراتيژیو د جوړولو او شعار ها خوا د عملي ګامونو د اخیستلو لپاره هڅې وشي.
هغه د سولې شورا پر تشکیلاتو د نیوکو ترڅنګ وویل، چې منځګړیتوب د جګړې ښکېلو غاړو ته سپارل شوی : ” د سولې شورا غړې د ونډې پر بنسټ راغلی، چې مخکې او یا په روانو جګړو کې ښکېل دي، منځګړیتوب باید بې طرفه او اهل کاره اشخاصو ته وسپارل شي.”
ښاغلي سېلاب د ځينو هغه مواردو یادونه هم وکړه، چې د سولې په وړاندې خنډ ګرځېدلې : ” دلته بې عدالتي شتون لري، بې کاري اوج ته رسېدلې، د امنیتي ځواکونو او زوراکو تشدد وسله والو ته د خلکو د سوق کېدو لامل ګرځېدلی، د بې ځایه پروژو د عملي کېدو لپاره باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.”
د کندهار د ولايتي شورا دغه غړي جګړه په سولي شورا کې د یو شمېر مسولینو په ګټه وبلل او څرګنده يې کړه، چې هغوئ به هیڅکله د سولې رښتني هڅې ونه کړي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل، چې د حکومتدارۍ د اصل سره سم د سولې د عالي شورا، د سولې لپاره د هلو – ځلو کوونکو بنسټونو او د هر قشر د وړاندیزونو د عملي کېدو لپاره دی چمتو دي.
هغه زیاته کړه، چې د سولې د راتګ لپاره د هدفونو او ستراتيژو د سپارلو پر مهال باید دوی ته صلاحیتونه ورکړل شي.
خپلواک څرګنده کړه، چې د سولې د راتګ لپاره دوی ته د کاغذ پر مخ ځینې پلانونه ورکړل شوي، خو د عملي کېدو لپاره يې وړ امکانات نه لري.
صمیم خپلواک وویل، چې د سولې د راتګ لپاره دوی د خپلو مسولیتونو په چوکاټ کې خپلواک ګامونه هم اخیستی : “موږ د عامه پوهاوي، بې روزګارۍ او د ولس د ملاتړ د جلب لپاره هڅې کړي، خو زموږ د موندنو له مخې باید پر هر پلان کې دغه موارد په پام کې ونيول شوي، ځکه اغېزناک تمام شوي.”
د سیاسي چارو کارپوه احمد شاه سپر د کابل په کنفرانس کي پر پنځم وړاندیز ” د باندنيو هیوادونو د لاسوهنې مخنیوی ” زیات ټينګار کاوه، چې باید په ستراتيژۍ کي لومړیتوب ورته ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، چې د بهرنيو د مداخلې له امله دولت په طالبانو او طالبان پر دولت بې باوره شوي.
سپر همداشان د ستراتيژۍ د عملي کېدو په برخه کې د سولې شورا لپاره د اهل او رښتني اشخاصو ګمارنه اړینه وبلل : ” د پلان د عملې کېدو لپاره د وړ اشخاصو ګمارنه حتمي ده، هغوئ باید د ستراتيژي د عمل کولو وړتیا ولري، ځکه د سولې شورا اوسنۍ تشکیل ناسم او په جګړو کې ښکېلي خواوي دي.”

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.