دافغان سولې ولسي رهبریت به افغانستان سولې ته ورسوي

Pashto | پښتو

افغانان دسولې عالي شورا په اوسني جوړښت او تګلاره کې یولړ جدي ستونزو ته په اشارې سره وايي، ترهغې چې د دغې شورا مشري ولسي بڼه او صلاحيت پيدا نه کړي، افغانستان به هېڅکله تل پاتې سولې ته ونه رسیږي.
دغه څرګندونې به هغه مناظره کې وشوې د وږې په اوولسمه په ننګرهار پوهنتون کې د آی ډبلیو پي آر لخوا جوړه شوې وه ،چې نږدې سل تنو پکې ګډون کړی و.
غونډې ته دمیلمنو په توګه د دغه پوهنتون پر رئيس ببرک مياخېل او دسولې دمرکز پرغړي احمد جمیل پوپلزي سربېره د سیاسي چارو شننونکی منګل شېرزاد اولسګونه تنه ځوانان،مدني فعالان او د دغه پوهنتون زده کړیالان وربلل شوي وو.
منګل شېرزاد وويل د جګړې دواړه غاړه مسلمانان دي او الله تعالي په خپل کتاب قران کریم کې مسلمانان سولې ته هڅولي نو دوی ته په کار دي ترڅو له جګړو لاس واخلي او سوله کې ژوند وکړي.
شېرزاد په ورته وخت کې دا جګړه د نړیوالو اصولو له مخې نامشروع او ابعاد يې بیروني ګڼې خو وايي چې افغان دولت یې هم د لمنځه وړلو له پاره کومه ستراتیژې نه لري.
“نړیوال باید د سولې په اړه قانع او ډاډه شي چې زموږ په سوله کې هغوی ته خطر نه نشته، د سولې قيادت باید د سولې کولو صلاحیت ولري، او د سولې له شورا څخه باید هغه کسان ووېستل شي چې هغوی ولسي باور او ملاتړ نه لري. اوس د سولې شورا یو شمېر غړي خپل کلي ته نه شي ستنيدلی نو تاسو هغوی مخالفينو ته څنګه لېږئ او پرې سوله څنګه کوئ”
ببرک مياخېل هم ومنله چې د سولې په اړه راولاړو شوو هلو ځلوله لومړيو پروژه يي حالت لرلی، د افغان ولس هاغه څېرو ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی چې هغوی ژمن او متحد وو او د دې وړتیا يې درلوده او لري يې چې کور په کور، حجره په حجره، او تپه په تپه وګرځي او سولې ته کار وکړي.
هغه داهم وویل موږافغانان د سولې او جرګې خلک یوو، موږ د لوښي، او تړې خلک یوو. سوله کوونکي په یوه قوت سره سولې ته ورځي، تاسې به اورېدلي وي؛ زموږ ولسي فیصله کوونکي د جګړې په طرفينو دمچلغې په نوم ډېرې پیسې ږدي، ترڅو که په راتلونکي کې دوی له سولې د تيښتي هڅه وکړي، نو دغه مچلغه به دوی نه پرېږدي چې بیاځلي جګړې ته مخ واړوي.
خو په باور يې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ تر تکراري مذاکراتو وروسته هم دغسې یو تضمين پيدا نه شو چې دواړه خواوې له جګړې راوګرځوي.
خود ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز غړي احمد جميل پوپلزي وويل سولې ته د رسېدو په موخه يې د ننګرهار پوهنتون په پنځو پوهنځيو کې د سولې دوه کريډيټه مضمون تدريس په درسي کريکولم کې نيولی.
” موږ د ننګرهار پوهنتون په ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم، ښوونې او روزنې، حقوقو او شرعياتو پوهنځيو کې غواړو د سولې مضمون تدريس پيل کړو، ترڅو خپل محصلين د سولې په ارزښت وپوهوو او د دوی پر مټ ولس هم په سوله کې شريکول غواړو”
شېرزاد نوري له شننونکي منګل شېرزاد وپوښتل د حزب اسلامي امير په وروستيو کې ډېره لیوالتيا ښودلې ترڅو له افغان دولت سره يو ځای شي، د ده يو ځای کېدل به څه ګټې ولري، او ولې تر اوسه نوموړى له افغان دولت سره يوځاى نشو؟
هغه وویل” د سولې شورا په جوړښت کې يو تعداد داسې خلک ځای شوي چې هغوی په خپله نه غواړي سوله وشي، ولې چې دغه خلکو د ولس پر وړاندې خپل ټول باور له لاسه ورکړی او که افغانستان سولې ته رسيږي نو دوی د اوس په شان په لوړو پوستونو د دندې له نشتون او په یو ډول نه په يو ډول ځان تر پوښتنو لاندې ويني، او بل دا چې د مخالفينو له ډلې د یو تن راجدا کول هم ځان ته بريا ده او نورو مخالفینو ته د تشويق، هڅونې او له مبارزې د لاس اخېستلو په معنا دي”
له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د څلور اړخېزو مذاکراتو په څلورمه غونډه کې ګاونډی هېواد پاکستان هغه مهال په خپلو ژمنو کې پاتې راغی چې ویې نه شو کولای له افغان دولت سره جنګېدونکي وسله وال طالبان په مخامخ ډول خبرو ته کېنوي.
پاتې دې نه وي په افغانستان کې د يوې تلپاتې سولې له پاره د جګړې او سولې راپور ورکولو انیسټيټوټ هم وخت په وخت د سولې له پروسې څارنه کړې او په پلازمېنه کابل کې يې د سولې په نوم د يو نړیوال کنفرانس کوربتوب هم کړی دی.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Ezatullah Niazai

Ezatullah Niazi is a student at Nangarhar University and an IWPR trainee reporter.