حکومت دسولې لپاره معلومه ستراتیژي نه لري

Pashto | پښتو

په غزني ولایت کې دیوې رابلل شوې مناظرې برخوالو په حکومت او دسولې په عالي شورا نیوکه وکړه،چې د سولې د راوستلو لپاره یې کافي هلې ځلې نه دي کړي.
یادې څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې چې د آی ډبلیو پي آر له خوا د روان کال دوږي میاشتې په اولسمه نېټه د غزني ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه چې شاوخو سلو تنو پکې برخه اخیستې وه.
غونډې ته د میلمنو په توګه د غزني ولایت مطبوعاتي مسوول عزیزاحمد عظیمي ، دغزني د سولې د شورا منشي مدیر شیرجان، دسیاسي چارو کارپوه محمود همت، دغزني پوهنتون استاد همایون همتا او د مدني ټولنې غړي احمدشاه مسلم، ځوانان، د مدني ټولنو استازي او د پوهنتون محصلان وربلل شوي و.
په پیل کې د سیاسي چارو کارپوه محمود همت وویل” افغان حکومت د سولې او پخلاینې په اړه معلومه ستراتیژي نه لريدولت باید د سولې په اړه خپل دریځ روښانه او هم سرې کرښې مشخصې کړي سوله په خبرو نه ،بلکې په عمل کولو راتلای شي.”
ده زیاته کړه چې دولت باید د سولې اړوند اوسنۍ ستراتیژي بدله او د بې پلوه او اغېزناکو شخصیتونو او قومي مشرانو له لارې د سولې د راوستلو هڅه وکړي.
د ولایت مطبوعاتي مسوول عزیزاحمد عظیمي هم د سولې په اړه د اوسنۍ ستراتیژي د بدلېدا خبره وکړه
غظیمي وویل ” حکومت اوس هڅه کوي ترڅو د سولې اوسنۍ ستراتیژي بدله او د سولې د شورا پرځای له کومې بلې اغېزناکې لارې دې هدف ته ځان ورسوي”
عظیمي که څه هم د سولې د شوری هڅې کافي و نه بللې خو د امکاناتود کموالي پړه یې پرحکومت واچوله.
د عظیمي په آند حکومت سولې ته ژمن دی خو د مقابل لورې غیر منطقي شرطونه ایښودل هغه خنډ دی چې د سولې بهیر یې ټکنی کړی.
د سولې د شورا منشي مدیر شیرجان وویل “موږ د خپلو امکاناتو او توانایي مطابق هڅې کړې خو دا چې د خلکو توقع لوړه ده ځکه پره پر موږ را اچول کیږي.”
شیرجان له حزب اسلامي سره د مذاکراتو لړۍ بریالۍ وبلله او په وینا یې په نږدې راتلونکې کې به حکومت او حزب اسلامي ترمنځ موافقت نامه نهایي شي.
دغزني پوهنتون استاد همایون همتا د مناظرې د یوه ګډونوال محمدهاشم ځواک ددې پوښتنې په ځواب کې چې ګویا د نظام دننه څوک سوله نه غواړي؟ په ځواب کې وویل “هم د نظام د ننه اوهم د وسلوالو مخالفانو په لیکو کې د داسې کسانو شتون چې تر ملي ګټو شخصي هغه ورته مهمې دي تر ټولو لویه ستونزه ده.”
دوی په لوی لاس د سولې د راوستلو مانع ګرځي او په وینا یې که چېرې سوله راشي نو دوی به د محاکمې مېز ته راکاږل شي.
دده په اند د سولې دعالي شورا په رأس کې د بې نفوذه او ناپلوه کسانو شتون د افغان سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
د مناظرې په پای کې د مدني ټولنې غړي احمدشاه مسلم خپلې خبرې په دې ټکو کې راخلاصه کړې چې دولت باید د اوسنۍ ستراتیژي پرځای له دیني عالمانو او د جوماتونو له امامانو نه کار واخلي .
ده وویل چې د سولې د شوری ډیری غړي د وسلوالو مخالفانو په تور لیست کې دي او هیڅکله د منځګړي رول نه شي لوبولی ښه به دا وي چې د هیواد له قومي سپین ږیرو او ملا امامانو نه مرسته وغوښتل شي.
په دې وروستیو کې چې د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی ، خلک د سولې او ثبات راوستلو ته په خورا بې صبرۍ انتظار وباسي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم د ملي وحدت د حکومت د مشرانو تر منځ د ځینو مسایلو پر سر اختلافات د سولې د بهیر د ټکني کېدا سبب بولي.
د یادولو ده چې آی ډبلیوپي آر له دې مخکې هم د عامه پوهاوي په موخه په غزني ولایت کې دې ته ورته مناظرې ترسره کړې دي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Rahmatullah Himat

رحمت الله همت آی ډبلیو پي آر - غزنی