په افغانستان کې دسولې ټینګښت په بهریانو پورې تړلی

Pashto | پښتو

دسولې عالې شورای تراوسه ،هیڅ کومه لاسته راوړنه نلري اوسوله په افغانستان کې په امریکا اوناټو پورې تړلې.
دغه خبرې په هغه مناظره کې وشوې،چې د وږې میاشتې په ۲۹مه نیټه په فراه ولایت کې د آی ډبلیو پي آر دسولې په عالي شورا کې د (نارینه او ښځینه وو دونډې ) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه .
په مناظره کې دمیلمنوپه توګه: دفراه دولایتې شورا غړې جمیلې امیني،مدني فعال نقیب الله نیکمل، سولې شورا مشرامیرمحمد ایوبي، دفراه ولایت د ښځو چارو سرپرستې کبراعظیمې او دفراه دوالي ویاند محمد ناصرمهري، برخه اخیستې وه.
دفراه دولایتی شورا استازې جمیلې امیني په هیواد کې سوله په امریکا او ناټو پورې تړلې وبلله وویل: د دولت دوسله والو مخالفانو سره دسولی خبرې اترې خپله امریکې اوناټو د پردې ترشاه ټکنۍ کړې افغانانوته جوته شویده ،چې امریکا دافغانستان په ناامنۍ کې خپلې سیاسې موخې لري او نه غواړې چې سوله او آرامې پدې هیواد کې راشي.
مدني فعال نقیب الله نیکمل، بیا د پیل نه تراوسه د سولې عالې شورا ناکامه وبلله. نوموړې زیاته کړه، په تیرو کې د سولې عالې شورا ټول پرګرامونه او پلانونه بې ‍پایلې وو، د هغه په خبره اړینه ده چې د سولې عالي شورا پرخپلو پرګرامونو اوپلانونو باندې له سره غور وکړي.
دفراه ولایت دښځو چارو سرپرستې کبراعظیمي بیا دسولې په عالي شورا کې د ښځو ګډون اړین او ضرورې وباله.
میرمن عظیمې وویل”ښځه مور ده، مور د اولادونو ترمنځ په سوله او ټیکاو کې رغنده رول لوبولای شي”
په همدې حال کې د فراه ولایت د سولې شورا مشر امیر محمد ایوبې وویل: دا ځل د سولې عالي شورا پنځه کلن پلان ترلاس لاندې لري، چې د نوموړي په وینا په عملې کولو سره به یې، د سولې عالي شورا په هیواد کې د سولې او پخلاینې په ډګر کې بریالۍ شي.
خو د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري بیا د سولې په عالي شورا کې د ښځو او ځوانانو پر ګډون د ملي وحدت حکومت دژمنو یادونه وکړه، اوویې ویل: دا ځل د سولې په عالي شورا کې ښځو او ځوانانو ته هم د ونډي ورکولو پوره ډاډ شتون لري.
په فراه کې مدنې فعاله پروین طوفان، وویل: ددې ډول مناظرو په ترسره کولو سره دخلکو عامه ذهنیتونه رشد کوي اوله آی ډبلیو پی آر څخه یې وغوښتل ،چې په راتلونکې کې هم ورته مناظرې جوړې کړي.
دویلوده ،چې دمناظرې، په لړکې د آی ډبلیو پی آر لخوا په کابل کې دسولې د عالي شورا په تړاو دجوړ شوي کنفرانس په ارزښتونو هم بحثونه وشو اونوموړی کنفرانس دګډون کوونکو لخوا مهم وبلل شو.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khoshal Zaland

خوشحال ځلاند آی ډبلیو پي آر فراه