دسولې عالي شورا باید ځوانانو ته خاص پاملرنه وکړي

Pashto | پښتو

دمیدان وردګو ولایت ولسونه وايي، که ځوانانو ته دکار زمینه برابره شي نوډیری مخالفین به دسولې له پروسې سره یوځای شي .
دسولې عالي شورا هڅه کوي ترڅو وسله وال مخالفین له جګړې لاس واخلي او دسولې له پروسې سره یوځای شي خو په هغه کچه چې تمه کیژي ددوی کړنې اغیزمنې ندي او ډیری ځوانان لاهم دمخالفینو لیکو ته ورځي .
دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې چې(دسولې په عالي شورا کې دښځو او نارینوو دونډې) ترعنوان لاندې د روان ۱۳۹۵ لمریز کال دتلې په لومړۍ نېټه د آی، ډبليو، پي آر لخوا دمیدان وردګو ولایت دښاروالۍ دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په مناظره کې دمیلمنو په توګه دمیدان وردګو د والي مرستیال غزني ګل اشرف زوی ځاځي ،دسولي دولایتی شورا ددارالانشاً اپراتیفی چارو مسؤل پوهندوي محمد صادق پوپل ،دښځو چارو ریاست مرستیالې مینا احمدي ، مدني فعال عصمت الله اخلاقي‌ او سلو تنو ځوانانو او میرمنو ګډون درلود .
دمناظرې پرمهال وویل شول ،چې ډیری هغه ځوانان چې پدې پوهیدلي دي چې دولت ورته د کار زمینه برابروي له جګړې یې لاس اخیستی او دسولې دپروسې سره یو ځای شوي دي او که دولت په میدان وردګو ولایت کې نور هم دځوانانو او ښځو لپاره کاري زمینې برابرې کړي نو دمخالفینو سره به ځوانان یو ځای کیدو ته زړه ښه نه کړي .
مدني فعال عصمت الله اخلاقي وايی چې دولت باید مخکې لدې چې څوک له مخالفینو سره یو ځای شي باید دکار زمینه ورته برابره کړي ترڅو په ټولنه کې نا راضي شتون ونلري.
نو موړی وایی چې ډیری ځوانان ځکه له دولت نه ناراضه او له مخالفینو سره یو ځای شوي چې هغوی ته کار نشته او داولاد نفقه نشی پیدا کولای اخلاقی زیاتوي چې دسولې دشورا او د دولت ځینې نورلوړ پوړي چارواکي ددولت بودیجه په نا مناسبه توګه مصرفوي خو د ځوانانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي.
دمیدان وردګو دوالي مرستیال غزني ګل اشرف زوی ځاځی بیا وایی چې دولت دې ته ژمن دی څو هغه مخالفین چې دسولې دپروسې سره یوځای کیژي ورته دکار زمینه برابره کړي.
دنوموړي په وینا همدا چاره ددې لامل شوه چې پدې ورستیو کې د دولت ۴۵ وسله وال مخالفین دسولې دپروسې سره یوځای شي هغوی خپلې وسلې د ډایاګ پروسې ته وسپارلې او دولت هم دوی ته مادي او معنوي امکانات برابر کړل .
نوموړی زیاتوي چې دکاراوټولنیزو چارو په ریاست کې ځوانانو ته دحرفه یی کارونو د زده کړې پروګرامونه هم شتون لري چې دسولې له پروسې سره یوځای شوي کسان هم هلته روزل کیژي .
همدارنګه دمیدان وردګو ولایت دسولي دولایتی شورا ددارالانشاً اپراتیفی چارو مسؤل پوهندوی محمد صادق پوپل وایی چې کوم مخالفین چې دسولې له پروسې سره یوځای کیژي د عادي طالب ته هره میاشت ۸۰۰۰ افغانۍ او هغه چې قوماندانان دي هره میاشت ۱۳۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کیژي .
نوموړی وایي چې دولت هغه کسانو ته چې دسولې له پروسې سره یوځای کیژي کاري فرصتونه هم برابروي چې دهغوی د وړتیاوو له مخې ورته ساختماني پروژې هم ورکوي او ځینې نور یې دملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې هم جذبیژي خو پدې شرط چې هغوی دخپل ځان یو ضمانت کوونکي ولري .
دمیدان وردګو ولایت دښځو چارو دریاست مرستیالې مینا احمدي بیا په سوله کې دښځو ونډه ډیره ارزښتناکه په ګوته کوي وایی چې زمونږ په ټولنه کې کله چې د دوو کورنیو او یا قومونو تر منځ شخړې رامنځ ته کیژي نو ښځې هغه په عننوي توګه حل کوي او یو دبل کورونو ته ورځې چې ډيرې ښې پایلې لري.
نوموړې وایی چې په همدې توګه ښځې کولای شي دمخالفینو او دولت ترمنځ دسولې په برخه کې اغیزناکې کړنې ترسره کړي او دسولې عالي شورا دې ښځو ته هم دندې او کاري فرصتونه پدغه شورا کې برابر کړي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sabawoon Wardak