د سولې په عالي شورا کې دښځو او ځوانانو کمرنګه ګډون افغانان ناهیلې کړي

Pashto | پښتو

دسولې دعالي شورا په ترکیب کې دښځو او ځوانانو په وړاندې نا انډولۍ افغانان پردولت بې باوره کړي دي.
دا خبرې په هغه مناظره کې وشوې ،چې دزابل ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغونډو په تالار کې د آی ډبلیو پي آر له لوري دسمبلې میاشتي په ۳۰ مه د (دسولې عالي شورا په جوړښټ کې دنارینه وو او ښځینه وو برابروالي) ترسرلیک لاندي جوړه شوې وه.
مناظرې ته دمیلمنو په توګه مدني فعاله مریم رحماني، دزابل ولایت دپوهني ریاست سترسلاکا مولوي روح الله، مدني فعاله زرمینه پټانه ،قومي مشرمجید خان او دزابل دټولو قومونو لوی ریس حاجي عبدالولي ولي او ترسلو زیات نارینه او ښځینه وربلل شوي وو.
مریم رحماني وویل، په دې حکومت کې هیڅ عدل، انصاف او وړتیا نشته، چې دافغانانومهمې اړتیاوې ورپوره کړي. فساد، فقر،بې عدالتي، افغانان نه یواځې دسولې په عالي شورا بلکې ددولت پرټولو ادارو یې بې باروه کړي دي.
رحماني وايی، که همدا بهیر په همداسې ډول پر مخ روان وي، دخلګو بې باوري نوره هم زیاتیږي.
مریم زیاته کړه” دسولې شورا دیوه حزب کسانومحاصره کړې اونغواړي،چې په دې شورا کې ښځې او ځوانان ګډون وکړي اوکه ګډون ورکړي نودوړتیا پراساس به ددوي موقف په خطر کې ولویږي.”
د زابل ولایت دپوهني ریاست سترسلاکار مولوي روح الله وویل: دسولې په عالي شورا او دسولې په ولایتي کمیټوکې دښځو او ځوانانو انډول اوګډون نه دی مراعات شوی، دانا انډولي ددې باعث شوې ، چې ځوانانو دمخالیفینو جهت غوره کړي.
مدني فعالې زرمینه پټاني دسولې روان بهیر وستایه او د ولسمشرغني تر رهبرۍ لاندي سولیزحرکت یې له لاسته رواړنو ډک وباله،چې په خبره یې اوسنۍ شورا رهبري دا وړتیا لري، چې ښځې او ځوانان په راتلونکو څو میاشتو کې سهیم او په کار وګماري.
پټاني زیاته کړه” د ولسمشرغني ښه مدیریت دا ثابته کړه، چې دسولې دعالي شورا سالمه رهبري انتخاب کړي او د حزب اسلامي دمشر انحینیز ګلبدین حکمتیار پخلاینه یې ښکاره بېلګه ده”
بلخوا قومي مشرحاجي مجید خان دسولې دعالي شورا په جوړښت کې دښځو او ځوانانو کم رنګي دسولې په وړاندي یو لوی خنډ بولي، چې جګړه ایزې ټولنې بغیر له ځوانانو او ښځو څخه دنجات لار نشي موندلای.
نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت تراوسه هیڅ روښانه ستراتیژي نه لري او دسولې په شورا کې داسې کسان ګمارل شوي، چې له وسولوالو مخالیفینو سره یې په کلونو کلونو مخامخ جګړې کړې دي.
مجیدخان ټینګار وویل “دولت په خپل چوکاټ کې داسې مضرو اشخاصو ته ځای ورکړی ، چې ددولت ټولو پلانونو ته یې دخپلو شخصي ګټو په خاطر له خنډونو سره مخ کړي دي ”
دې مناظرې ته دزابل دقومونو ریس حاجي عبدالولي ولي وویل، دسولي راتګ نه یواځي دافغانانو له پاره ثبات دی؛ بلکي دافغانستان سوله دنړۍ دسولې په مانا ده؛ نو افغان دولت داولسمشر غني تر رهبرۍ لاندي زیات امیدونه راپیداکړي دي .
عبدالولي ولي دا مني، چې په دولت کي ستونزې شته؛ خو وایي” هیڅ دولت په لومړي سر کې له ټولو اړخونو څخه تکمل نه وي؛ ولې اولس وي، چې دخپل دولت ترشا ولاړ وي.”
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم آی ډبلیو پي آر په زابل ولایت کې دعامه پوهاوي، سولې، او ټاکنو په برخه کې ورته غونډې جوړې کړې دي.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Musa Khan Zabulai

موسي خان " زابلي " اي ډبليو پي ار -زابل