په سولې شورا کې انتصابي تشکیلاتو د ښځو ونډه کمه کړې ده

Pashto | پښتو

د سولې د عالي شورا په جوړښت کې د قوم، ژبي او تنظم له مخې رامنځته شوي انتصابي تشکیلات ددې لامل شوي، چې د سولې په برخه کې د ښځو ونډه کم او نمايشي کړي.
دا څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې ،چې دکندهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د غونډو په تالار کې دتلې میاشتې په څلورمه نیټه د ای ډبلیو پي ار لخوا د سولې د عالي شورا په جوړشت کې د نارینه او ښځینه وو د برابروالي تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د ښار او ولسواليو شاوخوا سلو تنو نارینه او ښځو برخه اخیستې وه.
دې مناظرې ته دکابل د سولې د کنفرانس ګډونوال او د سولې د ولايتي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر ساطع، د کندهار د ولايتي شورا غړې خالده احمدي، د ښځو مدني فعاله ډاکټر عزیزه او د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بلل شوي وه، خو د والي ویاند حاضر نه شو.
د مناظرې په پیل کې د کندهار د سولې د ولايتي شورا د دارلاانشا رئيس محمد عمر ساطع پر خپلو تشکیلاتو او د سولې په ولايتي شورا کې د ښځو پر ونډې خبرې وکړې.
هغه وویل، چې د سولې عالي شورا دوی د ۴۰ کسیزي شورا د جوړېدو تشکیل ورکړی، چې په کندهار کې د قومونو د نفوذ په اساس پکې يو – یو کس وټاکل شي.
دده په وینا، چې په یادې شورا کې ښځو ته د مساوات برخلاف د هغوئ تناسب په پام کې نیول شوی او دمګړی څلور ښځې ددې شورا غړیتوب لري.
ساطع وویل، چې د سولې شورا څلور غړي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي او د هغوئ ځای هم تر اوسه خالي پاته دی.
د کندهار د سولې د ولايتي شورا د درالانشا رئیس وايي، چې د ښځو ګډون د هغوئ په تناسب برابر دی “دسولې د عالي شورا د نوي رهبرۍ سره تشکیلاتي بدلونه هم رامنځته شوي، او پرمهال يې مرستیاله د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي ټاکل شوې، خو له تناسب پرته ښځو ته مساوي ونډه ورکول ناممکنه ده، وسله وال طالبان د مذاکراتو پر مهال له ښځو سره حساسیت لري او د ځوانان، یا سپين ږيرو سره خبرې کول غواړي.”
ساطع وویل، چې په سوله کې د ښځو د کم موثریت له امله د هغوئ ونډه کمه ټاکل شوې.
خو د کندهار د ولايتي شورا غړې خالده احمدي د سولې د ولايتي شورا پر تشکیلاتو سختې نيوکي وکړې او دغه شورا يې ښځو ته د ونډي پر نه ورکولو تورنه کړه.
هغې وویل، چې په سولې شورا کې د ځوانانو ونډه مطلق نه شته، خو ښځو ته نمایشي ونډه ورکول شوې او بیرته يې هغه ټاکنې د ګوند او قوم په معیارونو کړې.
هغه د ساطع هغه خبرو ته په جواب کې، چې په سوله کې د ښځو موثریت زیات نه دی وویل، چې ښځې پر هغه اولادونو چې په وسله والو کې دي، اغېز لري ” هر اولاد خپل مور ته درنښت لري، زموږ په ټولنه کې هر څوک د ښځې عزت کوي، دوی کولای شي، خپل اولادو نه له جګړې را وګرځوي.”
دا وايي، چې زیاتې ښځې علاقه لري، چې له کوم مادي امتیاز پرته د سولې په هڅو کې ګډون وکړي، خو شورا ورته فرصت نه ورکوي ” ما خپله په وار – وار له سولې شورا غوښتې، چې زه په رضاکاره توګه په هیواد کې د سولې د قایمېدو لپاره ګډون کوم، خو هغوئ موږ فرصت رانه کړ.”
د ښځو د غوښتنې مدافع او مدني فعالي ډاکټري عزیزي ښځه په روانو ناخوالو او جګړو کې هغه قشر یاد کړ، چې تر ټولو زیاته ځپل شوې او لا هم د روانو جګړو قرباني ورکوي.
هغه له ځوانانو وروسته ښځې د سولې په راوستلو کې اغېزناکه برخه یاده کړه، خو پر سولې شورا يې انتقاد وکړ ” تاسو وګورئ د سولې شورا د ښځو او ځوانانو قاطع رول له پامه غورځوي، حکومت هم د سولې د عالي شورا تشکیل انتخابي نه بلکي د قوم، ژبي او تنظیم له مخې انتصاب جوړ کړی.”
اغلي عزیزې وویل، چې د سولې شورا اوسنی غړي ټول يې د هیواد په تېرو او روانو جګړو کې ښکېل اشخاص دي : ” لږ فکر وکړئ، د سولې د ولايتي شورا اوسني غړي په زري موټرونو کې ګرځې، دوی دومره وېريږي، چې د تګ پر مهال لارې ورته بنديږي، یعني دوی له مخالفینو سره لیدنه هیڅ نه لري، ځانونه يې پټ ساتلي، څنګه ممکنه ده، چې دغه کسان غرونو، ولسواليو او کلیو ته ولاړ شي؟ ”
یادي مدني فعالي د سولې عالي شورا د ښځو برخه هم جګړه ځپلو سیمو ښځو ته نه ده ورکړې، بلکې د تنظم له مخې يې امن لرونکو او بې جګړې ولایتونو ښځو ته ورکړې ده.
ډاکټري عزیزي د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي یاده کړه، چې د بامیان غوندي د امن لرونکي ولایت ده او د ګوندي ونډې له مخې ټاکل شوې ” دا ستونزه په کندهار کې هم شته، دلته هم مور او هم يې لور د سولې په شورا کې ده، دې ته تاسو د کومې ونډي نوم ورکوئ.”

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Sadiqullah Afghan

Sadiqullah Afghan is IWPR reporter in Kandahar.