د سولې پروسه کې میرمني اغېزمن رول لوبولی شي

Pashto | پښتو

پکتیکاوال وایي ،که دسولې په روانه بهیرکې میرمنو ته فعاله ونډه ورکړل شي ،نو اغیز به یې دسولې په پروسه زیات وي .
دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې دجندرترسرلیک لاندې دتلې میاشتې په ۶ نیټه دپکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د آی ډبلیو پي آر له لوري پرلاره اچول شوې وه له سلو زیاتوځوانانواونجونوپکې برخه لرله.
دپکتیکا ولایت دښځو چارو ریسې بي بي حوا خوشیوال وویل ،ښځې دسولې په راوستلوکې دمور،خور اومیرمنې په صفت ښه رول لوبولی شي،خوپه مرکز او ولایتونو کې دسولې دشوراګانو په جوړښت کې دښځو ونډه خورا کمه اوجندر په نظرکې نه ده نیول شوی.
نوموړې زیاته کړه ،چې دهیواد په تیروڅولسیزوجنګ جګړوکې میرمنو تر نورو زیات زیان لیدلی ،که څه هم جنګ نارینه کوي‌ خودرد یې میرمني وړي ځکه دوی خپل زامن،وروڼه اوخاوندان له لاسه ورکوي.
دپکتیکا دسولې شورا غړی مولوي عبدالمنان حرارهم دسولې په پروسه کې دمیرمنو رول اغېزمن ګڼي اوزیاتوي چې په افغاني ټولنه کې دیوي مورخبرې ته غوږنیول کیږي،نوځکه باید میرمنوته داموقع ورکړل شي ترڅودسولې په رامنځته کولوکې خپل ټولنیز مسولیت ترسره کړي.
نوموړی دا مني‌ چې دسولې په شوراګانو کې دمیرمنو ونډه کمه ده ،خو زیاتوي‌ چې دسولې شورا په مشرتابه کې دتغیرسره به دغې ستونزې ته دحل لاره ولټول شي اومیرمنوته به په دې برخه کې دخپل مسولیت دترسره کول زمینه برابره شي.
دپکتیکا دولایتي شورا وکیل عبدالمبین فقیرزاده وایي ،چې دسولې شورا ډیری غړي داسي کسان دي چې په روابطو ټاکل شوي‌ اوهغو خلکوته دسولې په شورا کې برخه نه ده ورکړل شوې چې دیو دیني عالم اوقومي مشرپه صفت دسولې په پروسه کې ښه رول ولوبولی شي.
دی وایي” موږ غواړو چې په هیوادکې سرتاسري سوله رامنځته شي، دسولې په شورا کې دجندرپه پام کې نیولو اومیرمنوته دسولې شورا په جوړښت کې دوڼدي ورکولو ترڅنګ،هغومتنفذینوته بایدځای ورکړل شي چې په رښتیني ډول دسولې په راوستلوکې خلکوته خدمت کولای شي.”
دپکتیکا دوالي ویاند نبی الله پیرخیل وایي، چې دولایت په سطحه ولایتي اداره دې ته ژمنه ده چې ټول هغه ټکي په پام کې ونیسي چې دسولې په راوستلوکې اړین دي.
نوموړی زیاتوي چې دسولې په شورا کې میرمنوته دونډي ورکونې ترڅنګ ولایتي اداره په پلان کې لري چې په ښوونځيو اوپوهنتونونو کې دسولې پرارزښت اودجنګ پر زیانونومحصلینو او زده کوونکوته لیکچرونه ورکړي.
دځوانانوپارلمان غړی عبدالحق په دې نظردی چې دسولې شورا په جوړښت کې نه یوازي دمیرمنو ونډه له پامه غورځول شوې ،بلکه ځوانانوته هم پکې لازمه برخه نه ده ورکړل شوي.
دهغه په خبره داچې ځوانان په جګړه کې ترنورو ډیره قرباني ورکوي او دجګړي له ښکیلو،لوروڅخه هره ورځ لسګونه ځوانان وژل کیږي ،لازمه ده چې ځوانانوته هم دسولې په شوراګانو کې ونډه ورکړل شي.
په دغه مناظره کې دپکتیکا دسولې شورا غړي مولوي عبدالمنان حرار،دولایتي شورا وکیل عبدالمبین فقیرزاده،دښځوچارو ریسي بي بي حوا خوشیوال،دوالي ویاندنبی الله پیرخېل اودځوانانوپارلمان غړي عبدالحق ګډون کړی وو.
داپه داسي حال کې دی چې په افغاني ټولنه کې لاهم ډیری خلک په دې نظردي چې میرمني یوازي دکوردکارونومسولیت لري ،په دولتي اداروکې ددوی کارکول اړین نه دي اوپه ډيرومهمومسایلوکې دهغوی نظراخستل حق نه ګڼې .

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Khairuddin Zaki

خیرالدین ذکي په پکتیکا کې د آی ډبلیو پي آر تر روزنې لاندې خبریال دی