دسولې په عالي شورای کې باید میرمنوته هم ونډه ورکړل شي

Pashto | پښتو

که دسولې په عالي شورا کې ښځوته ونډه ورنکړل شي او د دې ترڅنګ د دغه شورا واګي د جکړه مارو له لاسونو ونه ایستل شي، ددغه شورا کارونه به نمایشي اوهمداسې ناکام وي.
دغه څرګندونې په هغه مناظره کې وشوې، چې په خوست ښار کې (د سولې شورا په جوړښت کې د ښځو او نارینه وو دونډې) ترسرلیک لاندې دوږې په ۳۰ نیټه د آی ډبلیو پې آرلخوا رابلل شوې وه اونږدې سلو کسانو پکې برخه اخیستي وه.
مناظرې ته د میلمانو په توګه دخوست د سولې کمیټې دعامه اړیکو مسوول سپین روان نورزي، دولایتي شورا وکیله زهرا جلال، د دعوت خصوصي پوهنتون استاد امیر بهیر دولایت مقام د سکتوري خدماتو رییس زرکمداد معلم یار او دعلماوو شورا غړی مولوي محمد عارف رابلل شوي وو.
د غونډې په پیل کې د دعوت خصوصي پوهنتون استاد امیر بهیر وویل”نارینه اوښځینه د قانون پر وړاندې یوشان حقونه لري، په دې توګه د اساسي قانون ۲ ماده حکم کوي چې دافغانستان دین اسلام دی د ښځو ونډه قاطع اومهمه ده”
بهیر وویل، چې که جمهوري رییس د سولې عالي شورا کامیابي او بریالیتوب غواړي نو یو دې ښځو ته په دې شورا کې واک ورکړي او بل د له دغې شورا پخواني جکړماران وشړي او یا دې د دوی واک کم کړي.
د خوست د ولایتي شورا د ښځو کمیټې مسووله زهره جلال وایي، دوی د سولي له عالي شورا څخه تر ډېره ښې تمې نلري.
جلال وایي”په سولې عالي شورا کې ټول هغه کسان ناست دي، چې لاسونه یې دخلکو په وینو سره دي او په دغه شورا کې د ښځو له ګډون سره جوړنه دي، ځکه د ښځو شتون په سولې عالي شورا کې په نمایشي ډول رسنیو کې ښودل کیږي”
په خوست کې د علماوو شورا یو غړي مولوي محمد عارف وایي، چې د ښځو کډون په سولي عالي شورا کې اړین دی خو باید هغه اصول مراعات شي، چې اسلام ورته وضعه کړي دي.
مولوي عارف وایي”الله ج داسي تقسیمات کړيدي، چې ښځې د سړي کارونه نشي کولای او سړي د ښځو، خو د دغو دواړو قشرونو له یو ځای کیدو سره د سولې خبري بریالۍ کیدای شي.”
په مناظرې کې د نورو ګڼو ګډنوال ترڅنګ خوست کې مدني فعاله کامله اکبري اړوند چارواکي وپوښتل چې حکومت ادعا کوي، چې تراوسه یې ۳۰ سلنه واک ښځو ته ورکړی خو دا مطلق دروغ دي او یوازې نمایش دی. دوی ولې خلک او ځانکړي ډول ښځې تیرباسي.
د ولایت مقام د سکتوري خدماتو رییس زرکمداد معلم یار وایي، چې د سولې عالي شورا تګلاره تر دا وخت نا کامه ده او د نوي تګلارې په جوړولو بوخت دي.
دی وایې” د سولې عالي شورا په نوي جوړښت کې ښځو ته هم پراخه ونډه ورکړل شي او د اصولو له مخې به هغه کسان هم وګماري، چې وسلوال مخالفین پرې باورکولای شي، ځکه تېر کې دغې شورا نه په محلي کچه او نه هم په ملي کچه کې کومې لاسته راوړنې درلودې.”
په خوست کې سولې ځایي کمیټې مسوول سپین روان نورزي بیا دا نه مني، چې دغه شورا کې یوازې یو ډلې یا جنګسالارانو ته ځای ورکړل شوی دی.
نورزی وایې” د سولې په عالي شورا کې نه یوازې جهادي شخصیتونه بلکه د ډاکتر نجیب او مجاهدینو دورې او ان د طالبانو د رژیم کسان هم شته. په تیټه کچه هیڅ کوم تبعیض په نظر کې ندی نیول شوی اوشاید په راتلونکي کې هم ورته یو نوی میکانیزم جوړ شي، چې د دغه میکانیزم په ترتیبیدو سره د مناظرې د ټولو کډنوالو شته اندیښنې او شکایتونه حل او فصل کیدای شي”
د سولې په اړه د ای ډبلیو پې ار لخوا په داسې مهال مناظره چمتو کیږي، چې له اسلامي حزب سره د دولت د سولې خبري نهایي شوې او دواړه لورو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

Print Friendly

Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone
Ahmad Shah

Ahmad Shah is an IWPR-trained reporter in Khost province.