About us

English

IWPR – Afghanistan

The Institute for War & Peace Reporting (IWPR) is a non-profit international media development and governance network registered with charitable status in the United States and Europe, and as an international NGO in Afghanistan. IWPR has played a leading role in the professionalization of the media within Afghanistan – establishing a vital leadership cadre of local media professionals throughout the country and across dozens of media institutions, helping to create vibrant and responsible journalism as a central pillar of public debate and accountability.

Launching programming in 2002, IWPR established the first Afghan news agency (Pajhwok). The program has trained over 1,000 journalists and editors in factual, unbiased reporting, promoted transitional justice and human rights, founded a locally-owned investigative journalism NGO, set up six media centres of excellence throughout the country, helped found a journalism faculty at Nangarhar University and worked to promote the rights of women and youth.

Pashto | پښتو

زموږ په اړه
آی ډبليو پي آر – افغانستان
د جگړې او سولې د رپوټ ورکولو انسټيټوټ (آی ډبليو پي آر) د رسنيو د ودې او څارنې نړيواله شبکه ده چې په متحده ايالتونو او اروپا کې د مرسته کوونکي دريځ او په افغانستان کې د يوې نړيوالې ناحکومتي موسسې په توگه ثبت ده. آی ډبليو پي آر په افغانستان کې دننه د رسنيو د حرفوي کولو په اړه رغنده رول لوبولی؛ د هېواد په بېلا بېلو برخو او په لسگونو رسنيزو مرکزونو کې يې د ځايي رسنيو مسلکي لارښوونکی کادر رامنځته کړی، د خلکو تر منځ يې د مناظرو او حساب کتاب ورکولو د يو مرکزي محور په توگه د فعال او حرفوي ژورناليزم په رامنځته کېدو کې مرسته کړې ده.
آی ډبليو پي آر په ٢٠٠٢ کال د خپلو پروگرامونو په لړ کې د پژواک په نامه لومړنۍ خبري رسنۍ رامنځته کړه. دې پروگرام د رښتينې او ناپلوي رپوټ ورکولو په ډگر کې څه دپاسه يو زر تنه ژورنالستان او اډيټران روزلي، انتقالي عدالت او بشري حقونو ته يې وده ورکړې؛ د سيمه ييز څيړنيز ژورناليزم ناحکومتي موسسه يې تاسيس کړې؛ د هېواد په کچه يې د عالي رسنيو شپږ مرکزونه جوړ کړي، په ننگرهار پوهنتون کې يې د ژورناليزم د پوهنځی له رامنځته کېدو سره مرسته کړې او د ښځو او ځوانانو د حقونو په ودې او پراختيا کې يې هلې ځلې کړې دي.
آی ډبليو پي آر له خپل تاسيس راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عالي رسنيو د مرکزونو د رامنځته کولولو له لارې د هر اړخيز رپوټ ورکولو پياوړتيا ته خپل پام اړولی دی. آی ډبليو پي آر په کابل، جلال آباد، تيرينکوټ او مزارشريف کې رسنيز مرکزونه جوړ کړي او سمبال کړي دي.
لا زيات معلومات:
آی ډبليو پي آر په دې وروستيو کې په کابل کې د يوه کنفرانس (د کابل ژورناليزم کنفرانس ـ KJC) کوربه و چې د ژورناليزم د پوهنځيو لپاره په ملي کچه د يو ښوونيز نصاب د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و. دا کنفرانس د افغاني او امريکايي بيلابېلو پوهنتونونو او همدارنگه د لوړو زده کړو د وزارت په گډه مرسته جوړ شوی و.
اوس آی ډبليو پي آر د خپلو دوو تازه نوښتونو؛ «ځوانان او ټاکنې» او «د افغاني روغې جوړې پروگرام» له لارې د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو او د سولې د رامنځته کولو لپاره کار کوي. د لومړي پروگرام موخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځوانانو فعال گډون او د دويم پروگرام موخه د سولې په ټينگولو او د افغانانو تر منځ د باور د رامنځته کولو په لاره کې له مدني ټولنو سره گډ کار جوړوي.
«د ځوانان او ټاکنې» پروگرام د ٢٠١٣ کال د اگست په مياشت کې پيل شوی او «د افغان پخلاينې» پروگرام د ٢٠١٤ کال د اگست په مياشت کې پيل او د هېواد په بېلابېلو برخو کې له زرگونو (لوستو او نالوستو نارينه او ښځينه) ځوانانو سره خپل کار ته دوام ورکوي.
«د افغانستان څېړنيز ژورنالېزم بنسټ» (AIJF) د يو بشپړوونکي پروگرام په توگه په دې موخه رامنځته شوی چې د ژورناليزم تلپاتې وړتيا او ظرفيت رامنځته کړي؛ د پياوړي څو رسنيز توليد ملاتړ وکړي او د تبليغ او ترويج، د خلکو د ښکېلتيا او د مدني ټولني د دفاعي مشارکت له لارې پراخ اغېز ترلاسه کړي. نوموړی بنسټ اوس ځای په ځای او د څېړنيز ژورنالېزم لپاره د افغان مرکز (ACIJ) په نامه ثبت شوی دی.
«د افغانانو شاهدي» پروگرام په هېواد کې د انتقالي عدالت بهير ته د ودې او د خلکو د پراخ ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کميسون او د بشري حقونو له نورو ډلو سره په گډه کار کړی؛ د جگړې د جنايتونو د مختلفو اړخونو په اړوند يې خلکو ته پوهه او معلومات ورکړي، د جگړې د جنايتونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه يې په رپوټ ورکولو کې د افغاني رسنيو وړتيا روزلې او د انتقالي عدالت پر اهميت د ټينگار لپاره يې د خلکو غونډې جوړې کړي دي. د پروژې د کار په پايله کې يې له شلو څخه زياتې راډيوي مستندې خپرونې او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه يوه مستنده ويډيويي خپرونه جوړه کړې، چې د ١٩٧٩ او ٢٠٠١ کلونو تر منځ واټن کې پېښې شوې وې. نوموړی مستند فلم، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو او کابل کې د اروپايي اتحاديې په دفتر کې نندارې ته ايښودل وی و، د لاندې اړيکې له لارې کتل کېدای شي:

http://iwpr.net/special/forgotten-victims.

«د رايه ورکوونکو د گرځنده تليفون» پروگرام (٢٠٠٩ – ٢٠١٠) د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نژدې ٤٠ مدني ټولنو او ولايتي رسنيو ته د گرځنده تليفون خدمتونو سرته رسولي، لکه؛ د ايس ام ايس ليکني پيغامونو او د ټاکنو د تازه خبرونو د خپرونې لپاره د غږيز پيغامونو کارول او همدارنگه د افغان حکومت په ملاتړ د څه دپاسه دوو مليونو گرځنده تليفون کاروونکو د (رايه ورکړئ) پروگرام د يوې برخې په توگه د يادولو وړ دي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د نورو فعاليتونو لپاره لطفا لاندې اړيکې ونيسئ:

http://iwprafghanistan.net

يا

https://iwpr.net/impact/asia#one.

د ACIJ او افغانان سترگو ليدلی پروگرام هم په دې لاندې اړيکه موندل کيږي:

https://iwprafghanistan.net.

Dari | دری

در باره ما:

Print Friendly
Share on FacebookTweet about this on TwitterShare on Google+Email this to someone